لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هيلري کلنټن  : امريکا به تعليم لپاره پاکستان ته ٤٥ ملينه ډالره ورکوي


د امريکا دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن چې پاکستان په سفر ده ویلي امریکا به پاکستان کې روغتيا، تعليم اودانرژۍ څانگو ته ځانگړې پاملرنه کوي.
ميرمن کلنټن وويل امريکا به په پاکستان کې داعلي تعليم دودې لپاره ٤٥ ملينه ډالر ورکوي.
هيلري کلنټن نن دوهم پړاؤ کې دزيارت په ورځ دپنجاب سرښار لاهور ته رسيدلې ده.
دلاهور په گورنمنټ کالج پوهنتون کې طالب علمانو ته پخپله وينا کې دبهرنيو چارو وزيرې وويل دا مهال پاکستان د ترهگرو پر ضد په زړۀ پورې توګه مقابله کوي.
هيلري وويل مونږ دشوروي اتحاد دجگړې څخه وروستو دارام ساه نۀ وه اخستې خو له دې وروستو په وضعيت نظر ونۀ ساتلو چې له امله يې ترهه گرو ته دودې موقع په لاس ورغله.
ميرمن کلنټن وويل په پيښور کې ترسره شوې چاؤدنه ددې ثبوت دى چې پاکستان دترهه گرۍ ښکار دى.
نوموړې وويل يو موټى ترهه گر دامن وامان لپاره گواښ جوړ شوي دي او هغوي ته ماتې ورکول زيات ضروري دي.
هغې وويل دپاکستان پوځ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دحکومت سره په گډه جگړه کوي او ډير زر به ترهه گر له مينځه لاړ شي.
دهغې وينا وه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې پاکستان مرکزي کردار ادا کوي خو دغه جگړه يواځې دپاکستان نۀ بلکې دامريکا هم ده او په دې سخت وخت کې به پاکستان يواځې نۀ پريږدو.
دبهرنيو چارو وزيرې وويل دامريکا جمهوررئيس براک اوباما پاکستان سره ښو اړيکو ته ليواله دى او امريا په پاکستان کې دپياوړې ډيموکراسۍ لپاره هڅې کوي.
هيلري کلنټن وويل دکړکيچونو څخه ويستلو لپاره دپاکستان کوټلې مرسته کوؤ ترڅو دا هيواد دکړکيچنو څخه بهر شي.
هغې وويل امريکا په پاکستان کې روغتيا، تعليم اودانرژۍ څانگو ته ځانگړې پاملرنه کوي.
ميرمن کلنټن وويل امريکا به په پاکستان کې داعلي تعليم دودې لپاره ٤٥ ملينه ډالر ورکوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هيلري وويل دپاکستان په پخواني جمهوررئيس پرويز مشرف مقدمه چلول يا نۀ چلول دپاکستان کورنۍ معامله ده.
دکيري لوگر بل په هکله دبهرنيو چارو وزيرې وويل دغه بل دپاکستان دخپلواکۍ په ضد نۀ بلکې دپاکستاني داولس لپاره يوه مرسته ده.
بل لوري ته هيلري کلنټن په پنجاب کې دوزيراعلي په ماڼۍ کې دپاکستان دپخواني وزيراعظم او مسلم ليگ(ن) دمشر نواز شريف سره ليدلي دي.
په دغه ليدنه کې دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه کې دپاکستان او امريکا په کردار، دپاکستان په اقتصادي ستونزو،پاکستان دپاره دامريکايي مرستو په کيري لوگر او نورو چارو خبرې وشوې.
نواز شريف په کيري لوگر بل دخپلو تحفظاتو څخه هيلري کلنټن خبرکړه او وې ويل چې پاکستان دجنگ په حالت کې دى او دامريکا په گډون دنړۍ نورو هيوادونو ته دپاکستان دستونزو هوارولو لپاره خپل کردار ادا کول پکار دي.
نواز شريف په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په روانو عملياتو هم دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې سره خبرې وکړې او وې ويل چې دجنوبي وزيرستان خلک امن ته ليواله دي.
په دغه مهال هيلري کلنټن وويل په سيمه کې دامن وامان لپاره دترهه گرۍ دله مينځه وړل ضروري دي او په دې لړ کې به پاکستان سره کوټلې مرسته کوؤ.
هيلري کلنټن وويل دکيري لوگر بل اخستل يا نۀ اخستل دپاکستان کار دى.
له دې وروستو به هيلري کلنټن دپنجاب گورنر سلمان تاثير سره دليدنې لپاره دگورنر ماڼۍ ته رسيږي او هغه سره ليدنه کوي.
لاهور ته دامريکا دبهرنيو چارو دوزيرې دراتللو په مهال سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ.
هيلري کلنټن دچارشنبې په ورځ اسلام اباد ته رسيدلې وه.
هغې دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ، وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني او دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره بيلا بيلې ليدنې هم کړي دي.
دخپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره پرون يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال هيلري په پاکستان کې دانرژۍ په بحران دقابو موندلو لپاره ديو نوي پلان اعلان هم کړى ؤ چې ددغه پلان له مخې دتربيلا ډيم دبجلۍ پيدا کولو په توان کې ښه والى راوستل شامل دي.
همدغه راز هيلري کلنټن په اسلام اباد کې دپاکستاني خبريالانو يو هيئت سره هم وليدل او وې ويل امريکا پاکستان داړيکو يو نوى باب پرانستل غواړي.

Keywords: Hillary, Clinton, Pakistan, Punjab, Lahore
XS
SM
MD
LG