لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوبه سرحد کې دگل دورځې څخه تعليمي ادارې پرانستل کيږي


ددوؤ اوونيو څخه دزياتې بندې دتړل کيدو وروسته دپاکستان په صوبه سرحد کې دگل دورځې څخه ټولې شخصي او سرکاري تعليمي ادارې بيا پرانستل کيږي.
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وائس اف امريکا ته وويل صوبايي حکومت دسکولونو او نورو پوهنتونو حفاظت لپاره دزده کوونکو موروپلار او ښوونکو سره دصلاح مشورو وروستو يوه تگلاره جوړه کړې ده چې دغه شان دزده کوونکو تحفظ باوري کړل شي.
هغه وويل په ټوله صوبه کې ٢٧ زره سکولونه دي او دپوليسو ټوله شميره ٥٠ زره ده ځکه نو دهرې تعليمي ادارې په امنيت دوه پوليس اودرول هم دحکومت لپاره ممکن نۀ دي.
ددغو محدودو وسيلو په نظر کې نيولو سره افتخار حسين وويل ښوونکو او زده کوونکو ته دچارواکو سره دکوټلې مرستې خواست شوى دى.
صوبايي وزير وويل دسکولونو سرمشرانو ته ځانگړي اختيارات ورکړل شوي چې ددې ترمخه هغوي حالاتو ته په کتلوسره دسکولونو په وختونو کې بدلون کولى شي او په يو وخت درخصتۍ پځايې به دبيلا بيلوټولگيو زده کوونکي په دمې دمې سره کورونو ته پريږدي.
بايد وويل شي په صوبه سرحد کې دځانمرگي بريدونو او ترهه گرۍ دنورو پيښو له امله په دې وروستيو مياشتو کې دامن وامان وضعيت زيات خراب شوى دى.
خو په جنوبي وزيرستان کې دطالبانو په ضد دپوځي عملياتو پيل کيدو څخه وروسته تعليمي ادارو ته دترلاسه شوؤ دړکو په نظر کې نيولو سره داسلام اباد په نړيوال پوهنتون کې ددوؤ ځانمرگي بريدونو څخه وروستو نۀ يواځې دسرحد بلکې دټول پاکستان سکولونه، کالجونه او پوهنتونونه تړل شوي وؤ.
په سرحد کې دسکولونو ښوونکو او دزده کوونکو موروپلار دتعليمي ادارو دبيا پرانستو دپريکړې هرکلى کړى دى خو وايي چې دحکومت لخوا دسکولونو لپاره امنيتي گامونه دډاډ وړ نۀ دي.
والدينو دصوبايي حکومت دمجبوريو په نظر کې نيولو سره غوښتنه کړې ده چې که لږ ترلږه دماشومانو سکولونو ته دوړونکو راوړونکو بسونو او ويگنو تحفظ چارواکي يقيني کړي نو دزده کوونکو دموروپلار په انديښنو کې به ددغه گام سره يو څه کمى وشي.
داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وينا ده په ملاکنډ ډويژن کې دپوځي عملياتو څخه وروستو دخراب وضعيت باوجود تعليمي ادارې پرانستل شوې وې.
دهغه له مخې دسکولونو څخه دزياتې مودې څخه سکولونو ته دنۀ تللو امله زده کوونکي دذهني او نفسياتي ستونزو ښکار کيدلى شي او دتعليمي ادارو دتړل کيدو له امله به دترهه گرو حوصلې نورې هم لوړې شي ځکه نو حکومت دگل دورځې څخه دټولو سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو دپرانستو پريکړه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG