لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستاني پوځ :جنوبي وزيرستان کې نهه جنگیالي وژلي


د پاکستان پوځ لخوا په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې نور ٩ جنگيالي او٢ پوځيان وژل شوي دي.
دپوځ دبيان له مخې امنيتي ځواکونو په جنوبي وزيرستان کې سرا روغه سيمه ددريوؤ اړخونو څخه پخپله گيره کې اخستې او دتندلارو په ضد عمليات پرمخ روان دي.
دپوځ وينا په کاني گرم سيمه کې دلټونې او پاکونې عمليات روان دي دغه سيمه نيم په نيمه دتندلارو څخه پاکه کړل شوې ده.
دپوځ وينا ده تندلارو په شکۍ کاني گرم کې دامنيتي ځواکونو په پوسته راکټونه داغلي دي چې له امله يې يو عسکر ژوبل شوي او په نزدې اسمانځه سيمه کې ٤ تندلاري وژل شوي دي.
دپوځ وينا ده داسمان منځه او کاروان نيرايي څخه يې ٢ ترهه گر يې ژوندى سره دوسلو نيولي دي.
پوځ وايي دازبک جنگيالو دځالې کرامه کې دعملياتو په مهال يې په دروند مقدار کې وسلې، دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گادى او مائنونه ترلاسه کړي او تباه کړي دي.
پوځ ادعا کوي چې مکين سيمه يې هم ددريوؤ اړخونو څخه په گيره کې اخستې ده او دغلته پوځ پښې مضبوطوي او په دروند مقدار کې وسله يې لاسته راوړې ده.
پوځ خبر ورکړى دى چې په پټوک نيرايي يمه کې تندلارو سره دنښتې په مهال ٥ جنگيالي او ٢ عسکر وژل شوي او يو بل ژوبل شوى دى.
دپاکستان پوځ ادعا کوي چې تر دې مهاله يې دجنوبي وزيرستان په عملياتو کې دځينو ازبک او نورو غيرملکيانو په گډون د٣٠٠ؤ څخه زيات تندلاري وژلي دي خو دازادو سرچينو څخه ددغه شميره ځکه نۀ شي تصديقيدلى چې سيمې ته غځيدلې ټولې لارې دپوځ په ولکه کې دي او دغلته دخبريالانو ورتگ ناممکن دى.

XS
SM
MD
LG