لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: پوځ وایي د طالبانو مظبوط ځاي لدها کې ٣٠ جنگیالي وژلي


د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې نور 30جنگيالي وژل شوي او ددریو افسرانو په ګډون اته پوځيان ژوبل شوي دي.
دشورو په ورځ دپاکستان دپوځ لخوا په يو بيان کې ويل شوي دي دجنوبي وزيرستان په لدها سيمه کې پوځيانو پرمختګ کړى او دغلته دپوځ او تندلارو ترمينځ کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده.
پوځ وايي په دغه جګړه کې يې ١٠ تندلاري وژلي دي.
پوځ ادعا کړې چې دسرا روغه سيمې زياته برخه يې دطالبانو څخه پاکه کړې ده او دغلته په نښتو کې ١٦ جنګيالي وژل شوي دي.
پوځ وايي په دغه نښتو کې د٣ؤ پوځي افسرانو په ګډون ٧ عسکر ژوبل شوي هم دي.
پوځ ادعا کړې چې چينه سيمه يې دتندلارو څخه پاکه کړې او له دغه ځايې څخه يې دتندلارو دولکې نه درنې وسلې لاس ته راوړي دي.
پوځ دغلته په روانو عملياتو کې د٤ؤ تندلارو دوژل کيدو او ديو پوځي دژوبل کيدو ادعا هم کړې ده.
دسرچينو له مخې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ځاله سراروغه، کاني گرم او مکين کې دتندلارو په ضد ځمکني عمليات روان دي او په دغه مهال نښتو کې ١١ جنگيالي وژل شوي او ١٤ نور ژوبل شوي دي.
عملياتو کې دتندلارو گڼې مهمې ځالې هم تباه کړل شوي دي.
امنيتي ځواکونو د سراروغه، کاني گرم او کوټکۍ په گډون په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په گڼو سيمو واک ترلاسه کړى او په دغو سيمو کې دلټونې او پاکونې عمليات دوام لري.
دپوځ لخوا په دغو نيول شوؤ سيمو کې په لويه پيمانه دعملياتو پيل کيدو څخه وروستو تندلاري نزدې شمالي وزيرستان ، کرمې ايجنسۍ او نورو سيمو ته تښتيدلي دي.
په پاکستان کې حکومتي چارواکي په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد ددريوؤ اوونيو څخه په روانو پوځي عملياتو کې د٣٠٠ؤ څخه دزياتو تندلارو دوژنې ادعا کړې ده او وايي تندلاري دپوځ سره دجگړې توان نۀ لري خو دازادو سرچينو څخه په عملياتو کې دوژل شوؤ تندلارو دشميرې په هکله دپوځ دادعاوؤ پخلى تر دې دمه پخلى نۀ دى شوى.
بل لوري ته دکرمې ايجنسۍ مربوط سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته دتندلارو لخوا دترسره شوي بريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو دعملياتو په مهال ٥ تندلاري وژلي دي.
دغه پيښه په سپين ټل سيمه کې رامينځته شوې ده.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل دامنيتي ځواکونو په پوسته دتندلارو بريد کې عسکرو ته کوم زيان نۀ دى رسيدلى.
امنيتي ځواکونو په سپين ټل ، کوزه کرمه او خپيانگه سيمه کې دتندلارو ځالې په توپو ويشتلي دي چې پکې ٥ تندلاري وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
په دغو عملياتو کې دتندلارو دوه ځالې له هم له مينځه وړل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG