ملګرو ملتونو دپاکستان صوبه سرحد او قبائيلي سيمو کې خپلو فعاليتونو ته دبيړني وضعيت درجه ورکړې ده او دغلته يې دخپلو فعاليتونو دلمنې دراتنګولو او دخپلو مامورينو نورو سيمو ته دليږلو پريکړه کړې ده.
دگل په ورځ دنړيوالې ادارې لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوي دي کوم غيرملکي کارکوونکي چې ددغو سيمو څخه بيرته غوښتل شوي هغوي دپرمختيايي پروگرامونو دترتيبولو کار کولو او په ورځنيو بيړنيو مرستو کې بوخت نۀ وؤ.
بيان کې ويل شوي دي دغه گام دعمومي سکتر بانکي مون په مشوره او دخپلو ملازمانو دامنيت په نظر کې نيولو سره اخستل شوى دى.
دملگرو ملتونو لپاره کارکوونکي ځايې مامورين او هاغه کسان چې په بيړنيو مرستو، دامنيت دټينګښت لپاره په ترسره کيدونکو عملياتو يا نورو ضروري هلو ځلو کې بوخت وي هغوي به خپل کاردوامداره ساتي.
دبيان له مخې ددغو کسانو دامنيت لپاره به سخت امنيتي تدابير نيولى شي.
وائس اف امريکا سره يوه مرکه کې دادارې داطلاعاتوافسر عشرت رضوي وويل دامنيت دښۀ کيدو سره سم به په سيمه کې پرمختيايي هلې ځلې يو ځل بيا پيل شي.
هغه ومنله چې قبائيلي سيمو او دصوبه سرحد څخه دغيرملکي مامورينو او چارواکو نورو سيمو ته دبدلولو سره به پرمختيايي هلې ځلې اغيزمنې کيږي خو دپاکستاني ادارو سره به په گډه دبې کوره شوؤ خلکو بيړنۍ مرسته دوامداره ساتلى شي.
همدغه راز په پاکستان کې دملگرو ملتونو وياندې امينه کمال وينا ده دصوبه سرحد او قبائيلي سيمو په گډون به هاغو ځائيونو کې چرته چې دپاکستان پوځ دجنگيالو په ضد په عملياتو بوخت وي اوږدمهاله پلانونه اودرولى شي خو دملگرو ملتونو دعمومي سکتر بانکي مون دوينا په رڼا کې به يواځې دبيړنيو مرستو هلې ځلې روانې وي.