لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنړۍ يو شمير هيوادونو کې مسلمانان لويې اخترنمانځي


د امريکا،برتانيه،اروپا، سعودي عرب اؤ افغانستان په گډون نن دجمعې په ورځ په ټولوخليجي هيوادونواؤ دپاکستان په ځينوقبائيلي سيموکې دلويې اختر ورځ په مذهبي درناوي سره نمانځل کيږي.
اؤ ټاکل شوې ده دخالي په ورځ به په پاکستان کې دلويې اختر لمړۍ ورځ ونمانځل شي.
دډيرې مودې څخه راپديخواپه پاکستان کې دالمړى ځل دى چې حکومت اؤ اولس په يوه ورځ داخترپه نمانځلومتفق شوي دي.
نن دپاکستان په قبائيلي سيمومهمنداؤ خيبرايجنسواؤ دصوبه سرحددنوښارپه صالح خانه سيمه کې زياتره خلکوداخترنمونځونه کړي اؤ دحضرت ابراهيم عليه السلام دسنتوتازه کولوپه خاطريې دڅاروؤقربانۍ کړي دي.
په ټول پاکستان اؤ ځانگړي ډول صوبه سرحداؤقبائيلي سيموکې کۀ هرڅودامنيت دبدې وضعې لۀ امله خلک پريشانه اؤ د ويرې ترهې سره مخ دي خوبياهم دلويې اختردپاره دهغوئ تيارۍ لکه دنورواخترونو په څيرپه درزکې روانې دي.
په داسې حال کې چې خلک په کاروبارونودشوؤ بدو اغيزواؤ گرانۍ څخه فريادونه کوي خوبياهم دقربانۍ دپاره په گرانوگرانونرخونوڅاروي اخلي.
په صوبه سرحدکې دسږني اؤ نورواخترونوترمينځ يوازينى توپير دا ترسترگوشوى دى چې نورکله به داخترڅخه ١٥،٢٠ ورځې له مخه په بازارونوکې داختر دسود سودا اخستودپاره دومره رش جوړشوچې خلکوبه په تنگوبازارونوکې قدم نۀ شوايښودلى خوپه دې وروستيوکې دپيښورپه خيبربازاراؤ مينابازارکې دترسره شوؤ ځانمرگي بريدونولۀ امله دپيښوراؤ دصوبې دنورو برخواوسيدونکوکې سخته ويره ترهه خوره شوه اؤداختررارسيدلوباوجوددپيښورتنگ تنگ بازارونه دنورکله په پرتله تش تش وښکاريدل.
همدغه رازپه نورواخترونوکې به خلکودقربانۍ دپاره دڅاروؤ منډهيانوته مخه کوله خوسږکال نۀ يواځې دڅاروؤ پلورونکي سوداگران اؤ زميداران دڅاروؤ سره پړي په لاس دپيښورپه بيلابيلوسړکونو ولاړ وليدل شول بلکې دڅاروؤ اخستونکوهم په څاروؤ پسې منډهيانوته دتگ پځايې دسړکونوپه غاړو څاروؤ اخستلوته ترجيح ورکړه اؤ دغه رازدڅارؤ منډهيانوکې هغه رقم رش نۀ و لکه څنگه چې به په نورو اخترونوکې ؤ.
البته دنورکله په نسبت سږکال په ټول پاکستان کې دڅاروؤ بيعې لوړې شوي دي اؤ د٣٠ؤ زروڅخه نيولې تريولک روپو پورې بيلابيل څاروي خرڅ شوي دي.
په پاکستان کې دسيواشوې گرانۍ لۀ امله دڅاروؤ په نرخونوکې داضافې رامينځته کيدلوسره سره قصابانوهم خپل نرخونه خيژولي دي اؤ نورکله چې به قصاب ديوې حلالې کولو٧٠٠ روپۍ اخستې سږکال يې تر٢٠٠٠ روپو خپل نرخ خيژولى دى.
خوددې باوجودهم خلکودقربانۍ دپاره قصابان يوه يوه اوونۍ وړاندې نيولي اؤ زياتره خلکو ته قصابان په گوتوهم نه ورځي.
دلويې اخترپه موقعه دجامو،پيزارونواؤ منيارۍ بازارونه هم سينگارشوي دي خو ددغوبازارونو زياتره دوکانداران هم سږکال ځکه زيات خوشحاله نۀ دي چې په لويې اخترکې يوخوهسې هم د وړوکي اختر په پرتله دخريدارۍ کچه ټيټه وي اؤ بل د ورانکارۍ پيښو خلک دومره ويرولي چې هغوئ د سود سوداکولودپاره په ډاډه زړۀ بازارونوته نۀ شي وتلى .
البته د درزيانو دوکانونه هم لکه دنورکله په څير دجاموڅخه ډک ليدل کيږي اؤ دپيښور په زياتره سيموکې درزيانو دخپلو دوکانونوپه مخامخ شيشوچارټ اويزاند کړى وى چې "هاوس فل"

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG