لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال کياني جنوبي وزيرستان ته رسيدلى دى


د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان څخه په داسې حال کې ليدنه کړې ده چې دغلته پاکستاني پوځيان دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دي.
سرچينې وايي جنوبي وزيرستان ته په رسيدلو امنيتي چارواکو ښاغلي کياني ته دروانو پوځي عملياتو په اړوند احوال تير کړو او هغه يې په پوځي عملياتو کې دترلاسه شوؤ برياؤ څخه خبر کړو.
دپوځ مشر په عملياتو کې برخه لرونکوعسکرو او پوځي افسرانو ته داختر مبارکي ووئيله او وې ويل چې دخپلو څخه لرې دجگړې په ميدان کې موجود پوځيان دستائينې وړ دي.
هغه وويل چې په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت پوځيان دهيواد څخه دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره دخپلو ځانونو قربانۍ ورکوي.
دسرچينو له مخې دپوځ سرلښکر په دغه مهال دپوځ په مړانه دډاډ څرگندولو په ترڅ کې زياته کړه ترهه گر او تندلاري به پرې نۀ ښودل شي چې هيواد دبې ثباتۍ سره مخ او اولس وويروي.
دجنرال کياني وينا وه پاک پوځ چې دهيواد او اولس ددفاع لپاره کوم کردار ترسره کوي هغه په نننو شرائطو کې زيات ارزښت لري.
بل لوري ته دجنوبي وزيرستان په لدها سيمه کې وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په کيمپ راکټي بريد کړى چې پکې يو عسکر ژوبل شوى دى.
ددغه بريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد ځوابي عمليات پيل کړل او ٤ جنگيالي يې هم ووژل .
امنيتي ځواکونو دلدهې څخه گير چاپيره مهم ځائيونه تر خپل واک لاندې راوستي دي.
په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو باوجود جنگيالي وخت ناوخته په امنيتي ځواکونو دغه رقم راکټي بريدونه کوي چې پخپله دپاکستان پوځ هم په دې هکله ميډيا ته خبرونه ورکوي.
دپوځ له مخې په جنوبي وزيرستان کې داکتوبر په ١٧مه نيټه پيل کړل شوؤ عملياتو کې تر دې مهاله د600ؤ څخه زيات جنگيالي او د50ؤ څخه زيات پوځيان وژل شوي خو ازادو سرچينو ددغه پوځي ادعا پخلى نۀ دى کړى.
اخوا دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا عملياتو کې د٤ؤ جنگيالو دوژنې ادعا شوې ده.
دمليشه ځواکونو دمطبوعاتي څانگې له مخې دخيبرايجنسۍ دباړې تحصيل په سره گړۍ سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې ٤ ترهه گر وژل شوي دي.
په خيبرايجنسۍ کې دتيرو ٦ؤ ورځو راهسې دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG