د پوليس چارواکو له مخې دعراق په پلازمينه بغداد کې دنهې په سحر ترسره شوؤ څلورو چاؤدنو کې 112 کسان وژل شوي او د200ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې لمړۍ چاؤدنه په مينځني بغداد کې په يو مصروف بازار کې وشوه،همدغه راز دوه چاؤدنې په ختيزه سيمه کې دمحنت او کورنيو چارو دوزارتونو سره نزدې وشوې.
پوليس وايي له دې وروسته يو ځانمرګي دبارودو نه ډک ګاډى په ګزمه دبوختو پوليسو دګاډي سره وجنګولو.
پوليس وايي په جنوبي بغداد کې په رامينځته شوې دغه پيښه کې ٣ کسان وژل شوي او ٥ نور ژوبل شوي دي.
دنهې په ورځ ترسره شوې دغه چاؤدنې داکتوبر څخه راپديخوا دعراق په پلازمينه کې شوؤ چاؤدنو څخه تر ټولو زياتې خونړۍ وې.
داکتوبر په وروستيو کې په بغداد کې دښاري پراختيا ددفتر مخې ته ترسره شوؤ چاؤدنو کې 155 کسان وژل شوي وؤ.
1