لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال پيټرياس : پاکستان دافغاني طالبانو پر ضد گامونه لا نۀ دي اخستي


د امريکا پوځي مشر جنرال پيټرياس ويلي دپاکستان دپوځ لخوا دطالبانو په ضد دعملياتو له امله طالبانو ته زيات زيان رسيدلى دى خو اوس هم دافغاني طالبانو دمشرانو پر ضد گامونه لا نۀ دي اخستل شوي.
په امريکايي کانگريس کې دسناء دبهرنيو چارو کميټې ته دوينا په مهال وويل په پاکستان کې دجمهوررئيس اصف علي زرداري دکړکيچونو سره مخ دى خو بيا هم په دغه هيواد کې داولسي حکومت دغورځيدو څه ويره نشته.
هغه وويل په پاکستان کې په سياسي توگه هم داولسي حکومت دغورځيدو خواهش نۀ دى رامينځته شوى.
ښاغلي پيټرياس وويل د جمهوررئيس اوباما لخوا چې افغانستان ته دنورو ٣٠ؤ زرو پوځيانو کومه منظوري ورکړل شوې ده هغه به دراتلونکي سپرلي پورې افغانستان ته وليږل شي،خو ددغو پوځيانو دليږلو په اړوند نوموړي نور جزئيات په ډاگه نۀ کړل
جنرال پيټرياس وويل هر څو کۀ افغانستان ته نور پوځيان واستول شي بيا هم دعراق په پرتله به دغه هيواد کې دپرمختگ رفتار په مزه وي.
پيټرياس وويل يونيم کال وروسته به امريکايي پوځونه په افغانستان کې لاسته راوړنې ولري.
هغه دافغانستان لپاره دجمهوررئيس لخوا داعلان کړل شوې نوې تگلارې څخه دملاتړ په ترڅ کې دغه تگلاره يو برياليتوب وگرځولو.
دنوموړي وينا وه دافغانستان دپاره دجمهوررئيس اوباما لخوا په تگلاره کې دبدلون له امله به دطالبانو او تندلارو په ځپلو کې مرسته وشي.
امريکايي جنرال وويل دنوې تگلارې له مخې به دافغاني ځواکونو دتوان سيوا کولو له لارې دافغاني اولس امنيت باوري او دامريکايي ځواکونو وتلو ته به په يونيم کال کې زمينه برابره شي.
هغه وويل په افغانستان کې به په راتلونکي کې په لمړي سر تاؤتريخوالى سيوا کيږي او دپرمختيا هيلې به پکې وخت نيسي.
دپوځي مشر وينا وه امريکا به هم افغانستان لپاره دجمهوررئيس اوباما لخوا داعلان کړل شوې نوې تگلارې په اساس دورانکارۍ او اړي گړي په ضد خپلې هڅې لا پسې چټک کوي.
امريکايي پوځي مشر يونيم کال وروسته دافغانستان څخه دامريکايي پوځ بيرته ستنيدلو ته دلارې هواريدلو خبره په داسې حال کې کړې ده چې دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي تيره ورځ دامريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس سره گډمطبوعاتي کانفرنس ته ويلي وؤ افغاني ځواکونه به دخپل هيواد دچارو په لاس کې اخستلو دپاره نور ١٥ کاله مودې ته اړتيا ولري. خبردارى ورکړى دى چې افغانستان کې دوضعيت ارامه کيدو څخه دمخه وضعه نوره هم خرابيدلى شي.
XS
SM
MD
LG