لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : ډرون بريد کې دوه مشکوک تندلاري وژلي دي


د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دزيارت په سحر دشکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو په بريد کې دوه تندلاري وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې بې پيلوټه جاسوسي الوتکې دشمالي وزيرستان ددته خيل په کلي ګډۍ واله کې ديو کور دننه په ولاړ ګاډي دوه ميزائيلونه وداغل چې پکې ٢ تندلاري ووژل شول.
دغه بريد سحر شاوخوا څلور بجې ترسره شوى خو په بريد کې دوژل شوؤ کسانو پيژندگلو نۀ ده شوې.
په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد جاسوسي الوتکو دغه تازه بريد په داسې حال کې ترسره کړى دى چې يوه ورځ دمخه دامريکې دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيک مولن دپاکستان دپوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني سره په گډه دسوات څخه ليدنه وکړه او په دغه ليدنه کې هغه په نورو سيمو کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو څخه هم خبر کړل شوى ؤ.
دکال ٢٠٠٨ء داگست دمياشتې څخه تراوسه دپاکستان په خاوره دبې پيلوټه جاسوسي الوتکو لخوا دتندلارو په ضد د٦٠ؤ څخه زيات بريدونه ترسره شوي چې پکې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود او دالقاعده ديو شمير نورو مشرانو په گډون په لسگونو جنگيالي وژل شوي دي.
اخوا دجنوبي وزيرستان په اسمان منزه سيمه کې تندلارو په يوه امنيتي پوسته بريد کړى او يو پوځي يې وژلى دى.
دسرچينو وينا ده ددغه بريد څخه وروستو دامنيتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې هم دوه بريد کوونکي وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG