لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاکنډ:داړي گړي پيښو کې ٨ جنگيالي او يو پوليس مشر وژل شوي دي


دپاکستان پوځ وايي داتوار په ورځ يې دصوبه سرحد دملاکنډ په قلنگۍ او بونير سيمو کې ٨ جنگيالي وژلي او دهغوي څخه يې په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړې ده.
دامنيتي چارواکو له مخې څلورو جنگيالو غوښتل دقبائيلي سيمې باجوړ څخه ملاکنډ ته ورواوړي چې په دغه مهال امنيتي ځواکونو ته دهغوي دورتگ په هکله خبر ترلاسه شو او جنگيالي يې په قلنگۍ امنيتي پوسته اودرول.
چارواکي وايي دغو جنگيالو داودريدلو سره سم په امنيتي ځواکونو ډزې پيل کړې چې ددې لۀ امله ددواړو خواؤ ترمينځ نښته پيل شوه.
دچارواکو وينا ده ددواړو خواؤ ترمينځ په نښته کې څلور واړه جنگيالي ووژل شول.
امنيتي ځواکونه وايي ددغو تندلارو څخه يي يو راکټ لانچر، څلور ټوپکونه او شپږ لاسي بمونه هم لاسته راوړي دي.
اخوا دملاکنډ دبونير په گوکند سيمه کې دپوليس انسپکټر عمر غني مړى ترلاسه شوى.
دسرچينو وينا ده انسپکټر عمر غني اووۀ مياشتې دمخه تندلارو نيولى او دځان سره بوتللى ؤ چې مړى يې نن دبونير دگوکند سيمې څخه ترلاسه شوى دى.
همدغه راز په بونير سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې څلور مهم طالب کمانډران وژل شوي دي.
بل لوري ته تيره ورځ دصوبه سرحد په کوز دير سيمه کې دپوليسو دمرکز دننه دځانمرګي بريد ترسره کيدو څخه راپديخوا امنيتي ځواکونودصوبه سرحدپه بيلابيلوسيموکې دتندلارو په ضد دلټونې عمليات چټک کړي او نن يې دصوبه سرحد دکوز دير او لکي مروت سيمو څخه ۴٠ کسان نيولي او دهغوي څخه يې وسلې هم لاسته راوړي دي.
دسرچينو وينا ده امنيتي ځواکونو دکوز دير دجندول طورقلعه کې دلټونې عمليات ترسره کړل اوددغه ځايې څخه يې ٣۴ کسان ونيول او دهغوي څخه يې وسلې هم لاسته راوړي دي.
نيول شوي کسان افغانان ښودل شوي او دهغوي څخه پلټنې روانې دي.
همدغه رازدلکي مروت په ډاوډا ځنګل سيمه کې امنيتي ځواکونو ٦ تندلاري نيولي او دهغوي څخه يې ٨ لاسي بمونه او نوره وسله لاسته راوړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG