لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي ٨ جنگيالي يي وژلې دي


دپاکستان پوځ وايي دافغانستان پولې ته نزدې په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې يې دتير يو شواروز په عملياتو کې٨جنگيالي وژلي او٢ يې نور ژوندي نيولي دي.
پوځ تندلارو سره په نښتو کې ديوپوځي دوژل کيدو خبر هم ورکړى دى.
دگل په ورځ دپاکستاني پوځ لخوا دجاري کړل شوي بيان له مخې په کوټايي سر او جنگوام سيمو کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې ٨ جنگيالي ووژل شول.
دپوځ وينا ده دجنوبي وزيرستان په پش زيارت امنيتي پوسته ترهه گرو دوړو وسلو بريد وکړو چې پکې یو پوځي ووژل شواو درې نور ژوبل شول.
پوځ زياتوي دسوات او ملاکنډ دبيلا بيلو سيمو څخه يې شپږ تندلاري نيولي او 4ؤ ځانونه پخپله خوښه قانون ته سپارلي دي.
دپاکستان پوځ تير کال داکتوبر په ١٧مه نيټه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عملياتو پيل کړي او پوځ ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې تراوسه د٦٠٠ؤ څخه زيات جنگيالي وژلي او دهغوي په مهمو سيمو يې واک ترلاسه کړى دى.
په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کيدو څخه راپديخوا دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې داړي گړي پيښو او ځانمرگي بريدونو کې هم چټکتيا راغلې ده.
ديوې اندازې له مخې په تيرو دريوؤ مياشتو کې داړي گړي په بيلا بيلو پيښو کې دپوځ او پوليسو په گډون د٦٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
دپاکستاني پوځ دريځ دى چې په جنوبي وزيرستان کې يې دتندلارو ملا ماته کړې ده او دعملياتو له امله تښتيدونکي جنگيالي دهيواد په بيلا بيلو برخو کې ترسره کيدونکو ځانمرگي بريدونو کې لاس لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG