لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميا چنو : داورگاډي او بس ترمينځ د ټکر له امله 12 ماشومان وژل شوي


پاکستاني چارواکي وایي په پنجاب ايالت په ميا چنو سيمه کې د شورو په سحر دمسافرو يو اور گاډى دماشومانو دبس سره ټکر شوى چې پکې 11 ماشومان وژل شوي او 8 نور ژوبل شوي دي.
پيښه کې دماشومانو دگاډي ډرائيور هم وژل شوى دى.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتون ته رسول شوي او دژوبل شوؤ ماشومانو څخه هم د4 حالت مرگونى ښودل کيږي چې له دې امله دمړو په شميره کې دزياتوالي انديښنه ده.
دچارواکو وينا ده دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دکمرو عمرو ماشومانو څخه ډک گاډى دريلوى دپاټک څخه تيريدو.
چارواکي وايي هم په دغه مهال دمسافرو يو اورگاډى هم ددغه پاټک څخه تيريدو او داورگاډي ډرائيور دسختې لړې له امله دغه نزدې گاډى ونۀ ليدل شو او څنگه چې دغه گاډي دپاټلۍ څخه دپورې غاړې داوښتو هڅه وکړه، اورگاډى دماشومانو دگاډي سره ټکر شو.
په پيښه کې دوژل شوؤ ماشومانو عمرونه د8ؤ څخه تر10ؤ کلونو پورې ښودل شوي دي.
په وژل شوؤ ماشومانو کې دوه طالب علمې او6 طالب علمان شامل دي.
دسرچينو وينا ده په کومه سيمه کې چې دغه پيښه رامينځته هلته کوم باقاعده پاټک نشته، چې له امله يې دغه پيښه رامينځته شوې ده.
دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري او وزيراعظم يوسف رضا گيلاني په ميا چنو سيمه کې دسکول دماشومانو دوژنې په پيښه دخواشينۍ څرگندونه کړې ده.
دواړو مشرانو صوبايي حکومتونو او دريلوى چارواکو ته امر کړى دى چې دپاټک څخه بغير ځائيونو کې دې دگاډو په خوندي توگه دتيريدلو انتظام وکړل شي.
جمهوررئيس زرداري او وزيراعظم گيلاني په پيښه کې دوژل شوؤ ماشومانو دکورنيو سره دخواخوږۍ څرگندونه کړې ده ژوبل ماشومانو ته يې په غوره توگه ددرملنې داسانتيا ورکولو امر کړى دى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG