لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : پارلماني ټولټاکنې ځنډول شوي دي


په افغانستان کې دمئ په ٢٢مه ترسره کيدونکې پارلماني ټولټاکنې دستمبر تر ١٨مې نيټې پورې ځنډول شوي دي.
دغه اعلان دافغانستان دازاد انتخابي کميسون مشر فاضيل احمد مناوي داتوار په ورځ په کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وکړو.
ښاغلي مناوي ددغو ټولټاکنو دځنډولو علت دوسيلو کمى او په هيواد کې دامنيت خرابه وضعه ښودلې ده.
لۀ دې وړاندې دټولټاکنودخپلواک کميسون يومشرخبريالانوته ويلي وؤ دپارلمان ټولټاکنو لپاره ازاد انتخابي کميسون ته د١٢ؤ کروړو ډالرو اړتيا ده چې دهغوي سره نشته.
نړيوالې ټولنې داگست په مياشت کې افغانستان کې دجمهوري رياست په ترسره شوؤ ټاکنو د٢٢ؤ کروړو ډالرو څخه زيات رقم مصرف کړى ؤخو په ټولټاکنو کې ددرغليو دتورونو له امله په دغه جمهوري عمل دافغانستان دننه او بهرنۍ نړۍ کې سختې نيوکې مينځته راغلې وې
په افغانستان کې دحامد کرزي ددوهمې دورې دټاکنې په اړه درامينځته شوؤ شکونو او تورونو له امله دا مهال هم افغانستان دسياسي بې باورۍ ښکار دى.
دغربي هيوادونو مشران افغانستان کې دپارلماني ټاکنو په روڼ انده ډول دکولوغوښتنه لري.
ځينې څيړونکي انديښنې په ډاگه کوي چې که چرې دجمهوري رياست په ټولټاکنو کې په پراخه پيمانه درغلۍ ثابتې شوي وي نو بيا په راتلونکو ټولټاکنو کې هم دغه رقم وضعيت مينځته راتللى شي.
په دوهم کرت دافغانستان دجمهوررئيس په توگه دټاکل کيدو څخه وروستو حامد کرزي نړيوالې ټولنې ته باور ورکړى دى چې دهغه حکومت به دهيواد څخه ددرغليو ختمولو دپاره کوټلې هڅې کوي.
دافغانستان دټولټاکنو دخپلواک کمیشن له لوري دپارلماني ټاکنو دځنډولو پريکړه په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې په ٢٨مه جنورۍ لندن کې دافغانستان دراتلونکي په اړه يو نړيوال کانفرنس جوړيدونکى دى او په دغه کانفرنس کې به ښاغلى کرزى دنړۍ مشرانو ته افغانستان کې دسياسي ، اقتصادي او امنيتي چارو په بابله خپله تگلاره په ډاگه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG