لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوز دير: بمي چاؤدنې د دريوؤ امريکايانو په گډون اته کسان وژلي


د پاکستان دصوبه سرحد د کوز دير دبالام بټ پۀ کوټو سيمه کې يوه بمي چاؤدنه کې ددريوؤ امريکايي وگړو په گډون اته کسان وژل شوي او د100ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دامنيتي ځواکونو يو کاروان په کوټو سيمه کې دجينکو ديو سکول ترڅنگ تيريدلو.
دسرچينو له مخې په دغه مهال دسړک په غاړه ايښودل شوى بم دريموټ له لارې دکاروان په مينځ کې وچول شو چې له امله يې دنزدې سکول وداني په بشپړ ډول ړنگه شوه او خواؤشا نورو ودانيو ته هم زيان ورسيدو.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي په دغه کاروان کې دخيرښيگړې دنړيوالې ادارې يو ايس ايډ امريکايي غړي هم شامل وؤ.
دسرچينو وينا ده دچاؤدنې له امله ديو ايس ايډ درې امريکايي غړي وژل شوي او يو بل ژوبل شوى دى.
ځينو سرچينو وايي په پيښه کې وژل شوي بهرنيان امريکايي عسکر دي او هغوي دافغانستان سره په گډه پوله دتندلارو په ضد جنگيدونکو دپاکستان مليشه ځواکونو ته تربيت ورکولو خو دکوز دير ډي سي او غلام محمدخبريالانو ته ويلي وژل شوي امريکايان خبريالان وؤ.
په دغه بمي چاؤدنه کې دنزدې سکول شپږ طالب علمانې او دوه پاکستاني عسکر هم وژل شوي دي.
ددې ترڅنگ دسکول دړنگې شوې ودانۍ دملبې لاندې گڼ شمير جينکۍ گيرې شوې او سختې ژوبل شوي دي.
په ژوبل کسانو کې په سوات کې دپوځ دمطبوعاتي څانگې مشر کرنل نديم هم شامل دى.
سرچينې زياتوي تر دې مهاله دتيمرگرې روغتون ته ژوبل کسان وړل شوي خو په مجموعي توگه دژوبل کسانو شميره 105 ښودل شوې ده.
دعيني شاهدانو له مخې دچاؤدنې په مهال په سکول کې خواؤشا 400ؤ پورې طالب علمانې موجودې وې.
اخوا دخيبرايجنسۍ دباړې تحصيل په ناله سيمه کې دامنيتي ځواکونو په گاډي ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې دوه پوځيان ژوبل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG