لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده : عملياتو کې څلور کسان وژل شوي


د پاکستان دصوبه سرحد په چارسده سيمه کې دتندلارو او پوځ ترمينځ په نښته کې څلور ترهگر وژل شوي او درې پوځي عسکرژوبل شوي دي.
دغه پيښه دزيارت او جمعې په مينځ شپه کې دعمرزو سره نزدې په نشان اباد سيمه کې رامينځته شوې ده.
دپيښې دجزئياتو بيانولو په مهال دچارسدې دپوليسو يو مشر يا ډي ايس پي شاکربنگش ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل پوځيان نشان اباد ته دتندلارو په ضد دلټونې دعملياتو لپاره ورغلي وؤ.
شاکربنگش وويل کله چې پوځ په يو کور چپه نو هلته موجودو ترهگرو په پوځی ځواکونو ډزې پيل کړې.
ښاغلي بنگش وويل ددواړو خواؤ ترمينځ په ډزو کې څلور ترهگر وژل شوي او درې پوځيان ژوبل شوي دي.
نوموړي وويل په پيښه کې يوه ميرمن هم ژوبل شوې ده.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل په پيښه کې وژل شوي تندلاري دطاهر باچا، دهغه دمشر ورور مجاهد باچا او ددوؤ نورو تربورانو جان باچا او طاهر باچا په نومونو پيژندل شوي دي.
چارسده دصوبه سرحد دپلازمينې پيښور او دافغانستان سره په پوله پرته دقبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ سره گډې پولې لري او په تيرو وختونو کې هم دغلته څو څو کرته په امنيتي ځواکونو ځانمرگي بريدونه ترسره شوي دي چې پکې دلسگونو عسکرو ترڅنگ په گڼ شمير عام خلک هم وژل شوي دي.
اخوا دصوبه سرحد دنوښار سيمې څخه دسوات دطالبانو دمشر مولانا فضل الله دورارۀ او دريوؤ نورو تندلارو دنيول کيدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
چارواکي وايي پوليسو دنوښار دپير سباق سيمه کې په يو کور هپه وکړه او ددغه ځايې څخه يې دمولوي فضل الله ورارۀ مولوي دوست محمد ونيولو.
ځايې پوليس ددغه عملياتو څخه ناخبري ښايي خو استخباراتي راپورونه وايي دجمعې په سحر مولوي دوست محمد نيول شوىدى.
له دې وړاندې دنوښار څخه دافغاني طالبانو ديو بل لوړپوړي مشر مولوي عبدالکبير دنيول کيدو راپورونه هم ورکړل شوي وؤ خو دغه نيونه هم په رسمي ډول پاکستاني چارواکو نۀ ده تصديق کړې.
ويل کيږي مولوي دوست محمد درې مياشتې دمخه دصوابۍ څخه پير سباق ته تللى ؤ.
بل لوري ته دصوبه سرحد دتعليم وزير سردار حسين بابک خبريالانو سره په خبرو کې ويلي دي دپاکستان قبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ دلکړو تحصيل په کلاگۍ سيمه کې بيگاه ناوخته تندلارو دهلکانو يو سکول په چاؤديدونکو موادو سره الوځولى دى چې ورسره په روانه مياشت کې دتندلارو لخوا دتباه کړل شوؤ سکولونو شميره 16ؤ ته رسيدلې ده.
دچاؤدنې له امله دسکول وداني په بشپړ ډول تباه شوې خو په پيښه کې کومه ځاني مرگ ژوبله نۀ ده راوښتې.
هغه وويل دغه سکولونه په قبائيلي سيمو باجوړ، خيبر، مهمند او دپيښور سره نزدې په نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيلو کې تباه کړل شوي دي.
ښاغلي بابک دسکولونو دتباه کولو پړه په خيبرايجنسۍ کې په موجودو غيرقانوني ډلو لښکر اسلام، طالبانو او نورو تندلارو واچوله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG