د پاکستان قبائيلي سيمو اورکزو او مومند ايجنسيو کې د خالي په ورځ د پاکستاني پوځيانو لخوا دتندلارو پر ضد د جيټ الوتکو بمبارۍ او عملياتو کې لږ ترلږه 12 جنگيالي وژل شوي دي.
دځايې پوليټيکل او پوځي چارواکو له مخې امنيتي ځواکونو د اورکزۍ ايجنسۍ په ارغنجو، ډاگو او شاډوله سيمو کې دجيټ الوتکو له لارې دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې چې پکې 10 تندلاري وژل شوي دي.
چارواکي وائي په دغو عملياتو کې دتندلارو 5 ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
له دې وړاندې هم په روانه اوونۍ کې امنيتي ځواکونو څو کرته دجنگي الوتکو له لارې په اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړې وې چې پکې گڼ شمير تندلاري وژل شوي وؤ.
همدغه راز دخالي په ورځ پاکستاني ميډيا په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې ددوؤ طالب کمانډرانو دوسله ترمينځ په نښته کې د17ؤ تندلارو دوژل کيدو راپورونه ورکړي دي.
راپورونه وائي دغه نښتې دتيرو دريوؤ ورځو راهسې په نيکۀ زيارت او ډيره زونه سيمو کې د دملا طوفان او کمانډر رفيق دپلويانو ترمينځ روانې دي چې دجمعې په ورځ هم پکې د20ؤ څخه دزياتو تندلارو دوژل کيدو ادعا شوې وه.
دخالي په ورځ په دغو نښتو کې دنورو 17 جنگيالو دوژنې ادعا هم شوې ده خو هيڅ يوې سرچينې ددغې مرگ ژوبلې دشميرې پخلى نۀ دى کړى.
بل لوري ته دخالي په ورځ دمومند ايجنسۍ په حليمزو تحصيل کې دامنيتي ځواکونو لخوا دلټونې دعملياتو په مهال لږ ترلږه دوه جنگيالي وژل شوي او په نښتو کې درې پوځيان ژوبل شوي دي.
نن سحر دمومند ايجنسۍ په محمد گټ سيمه تندلارو دمليشه ځواکونو په کيمپ دمارټر گولو بريد وکړو چې پکې درې عسکر ژوبل شول.
ددغه بريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد په سيمه کې عمليات وکړل چې پکې دوه تندلاري وژل شوي دي.
سرچينې وائي دلټونې دعملياتو په مهال دحليمزو تحصيل په غازي بيگ سيمه کې گڼ شمير کسان نيول شوي هم دي.
داسې اطلاعات هم ترلاسه شوي دي چې دصافي تحصيل په گربز سيمه کې تندلارو دهلکانو يو سکول په بمونو الوځولى دى.
1