لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیني اصلاحاتو نه د نواز شریف په شاتللو قار راپارولی دی


د پاکستان بيلابيلوسياسي گوندونو دپاکستان په اساسي قانون کې داصلاحاتواؤ دصوبه سرحد دنوم پښتونخواايښودلوسره په مخالفت ښودلو دمسلم ليگ(ن)غندنه کړې ده اؤ ددغه گوند دمشرميانوازشريف رويه يې دتعصب څخه ډکه گرځولې ده.
دپاکستان دجمهور رئيس وياند سناتور فرحت الله بابر دنوازشريف دپريس کانفرنس په اړه پخپل غبرگون کې ويلي دي نوازشريف د اوولسم ترميم په ختمولوکې سنجيده نۀ دى اؤ د هغه په څرگندونو مايوسه شوي دی.
دپاکستان داطلاعاتومرکزي وزير قمرزمان کائره وايي په اساسي قانون کې داصلاحاتو دکميټۍ غونډه کې د صوبه سرحد دنوم څخه پرته په ټولو چارو اتفاق پيدا شوى ؤ خو دنوازشريف مطبوعاتي کانفرنس قام ودردولو.
خبريالانو سره په خبرو کې ښاغلي کائره ويلي دي داسې کوم گام اخستل نۀ دي پکار چې لۀ امله يې داساسي قانون داصلاحاتو عمل ته زيان ورسيږي.
هغه هيله ښکاره کړه چې نوازشريف به پخپل دريځ بيادسره نظر واچوي اؤ دصوبه سرحد دنوم معامله به هم هواره شي.
دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په دغه اړه خپل غبرگون کې خبريالانو ته ويلي دي دصوبه سرحد دنوم په مسله نرمي ښودل پکاروه .
هغه وويل ائين يو مستحکم دستاويز دى اؤ اصل څيز صوبايي خپلواکي ده.
دعوامي نيشنل گوند دصوبه سرحد صدر سناتور افراسياب خټک ډيوه راډيو ته وويل پښتونخوا د هغوي دخاورې يو تاريخي نوم دى اؤ زمونږ صوبه پرې په بشپړ ډول متفق ده.
هغه وويل کۀ چرې د صوبې دنوم ستونزه هواره نۀ شوه نو نورې چارې به هم په وړاندې لاړې نۀ شي
دپيپلزپارټۍ يو بل مشراؤ دمملکت وزير نبيل گبول هم دنوازشريف لخوا دائيني اصلاحاتوسره دمخالفت ښودلوغندنه کړې ده اؤ ويلي يې دي نوازشريف نۀ غواړي چې داساسي قانون اصل شکل ته د راگرځولو وياړدپيپلز گوند په برخه شي.
دعوامي نيشنل گوند داطلاعاتومرکزي سکترسناتور زاهد خان ډيوه راډيوسره په خبرو کې ويلي دي داساسي قانون داصلاحاتوپه کميټه کې په اوولسم ائيني ترميم هيڅ رقم کړکيچ نۀ وخو دمسلم ليگ ن لخوا دغه چاره باندې چيړکول دپوهې څخه بهرخبره ده.
دايم کيوايم نوميالي مشراؤ وفاقي وزيرډاکټر فاروق ستار پخپل غبرگون کې ويلي دي چې هغه دنوازشريف په دغه گام سخت درديدلى دى ځکه چې ن ليگ يوه تاريخي موقعه ضائع کړې ده. د پاکستان په اساسي قانون کې داصلاحاتو دکميټې غونډه دجمعې دورځې څخه د شورو دورځې پورې ځنډول شوې ده اؤ ددغه کميټې مشرميا رضارباني ميډيا ته ويلي دي چې د صوبه سرحد دنوم ستونزه به درائيو په اتفاق سره هوارولى شي .
هغه وويل کميټې پريکړه کړې ده چې دغه بل یا مسوده به دواړو ايوانونوته وړاندې کولى شي .

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG