لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تندلارو مومندو او اورکزو کې دوه سکولونه تباه کړي دي


د پاکستان په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې تندلارو يو بل دلوړو زده کړو سرکاري سکول په بمونو الوځولى او په اورکزۍ ايجنسۍ کې يې هم دمنځنيو زده کړو يو سکول ته اور اچولى دى.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل دجمعې په ورځ نامعلومو تندلارو دمومند ايجنسۍ دصافي تحصيل په کوږ پنډ سيمه کې دلوړو زده کړو يو سکول په بمونو الوځولى دى.
دغو سرچينو وويل دچاؤدنو له امله ددغه سکول 21 کمرې بيخي تباه شوي او 10 نورې په جزوي توگه زيانمنې شوي دي.
سرچينې وائي تندلارو د سکول ودانۍ ته په بيلا بيلو ځائيونو کې چاؤديدونکي مواد ايښودي وؤ چې له امله يې وداني په ځمکه راپريوتې خو پکې دکومې مرگ ژوبله اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.
ددغه سکول دتباه کيدو سره تر دې مهاله په مومند ايجنسۍ کې دتندلارو لخوا دتباه کړل شوؤ سکولونو شميره 37ؤ ته رسيدلې ده.
بل لوري ته داورکزۍ ايجنسۍ په بيزوټ سيمه کې هم تندلارو يو سرکاري سکول ته اور اچولى دى.
په اورکزۍ ايجنسۍ کې دسکول دتباه کيدو دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې ده چې دتيرو دوؤ اوونيو څخه په سيمه کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات روان دي چې پکې چارواکو د200ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې ده.
په دغو عملياتو کې دتندلارو د5ؤ مهمو مرکزونو په گډون دهغوي د30ؤ څخه زياتې ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
امنيتي ځواکونو څو ورځې دمخه دتندلارو په مهم مرکز ډوگر هم کنټرول ترلاسه کړى دى.
طالب جنگيالي چې دتعليم مخالفت کوي په تيرو دوؤ کلونو کې يې دپاکستان په صوبه سرحد او قبائيلي سيمو کې گڼ شمير سکولونه تباه کړي چې پکې زياته شميره دجينکو دسکولونو ده.
همدغه راز دصوبه سرحد په سوات سيمه کې امنيتي ځواکونو د5ؤ تندلارو دنيولو ادعا کړې ده او وائي چې دهغوي څخه يې وسلې هم ترلاسه کړي دي.
په دغه هکله په چارباغ سيمه کې دپوځي عملياتو کمانډر کرنل اعجاز ملک خبريالانو ته داحوال تيرولو په وخت وويل امنيتي ځواکونو دسوات څخه تښتيدلي 5 تندلاري گرفتار کړي دي.
هغه وويل دطالب کمانډر رحمت علي په ښودنه يې 40 دمارټر گولې، راکټ لانچرې، 8 لاسي بمونه،9 کلاشنکوفې او تمانچې هم ترلاسه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG