لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او روسیا په اټومي وسلو کې د کمي لوظنامه لس لیک کړی


امريکې او روس د ايټمي وسلو دکمولو په تړون دزيارت په ورځ لاسليکونه کړي دي چې ددې ترمخه به دواړه ملکونه پخپلو جوهري وسلو کې تر 30ؤ فيصدو پورې کمى کوي.
دجمهوريه چيک په پايتخت پراگ کې شوې دستوره کې امريکائي صدر اوباما او روسي صدر دمتري ميدوديو په دغه تړون لاسليکونه وکړل.
صدر اوباما دغه تړون دامريکې او روس د تعلقاتو او دجوهري تحفظ، دايټم دنۀ خوريدنې لپاره يې يو ښه گام گرځولى دى او ويلي يې دي دوسلې دکمولو دغه تړون دجوهري خطرو څخه دازادې نړۍ په لوري يو ستر پرمختگ دى.
دروس صدر دمتري ميدوديو له مخې دغه تړون يوه تاريخي واقعه او ددواړو ملکونو داړونده تعلقاتو يو نوى باب دى.
دامريکې او روس ترمينځ تقريباً ديو کال پورې دجاري مذاکراتو نه پس شوى دغه تړون به په کال ١٩٩١م کې دشوي تړون Startځايې ونيسي.
ددې ترمخه به دواړه ملکونه دخپلو خپلو سټريټجک وسلو شمير تر 1500ؤ پورې محدود ساتي.
دامريکائي سينيټ اؤ دروس دپارلمان له لوري دتوثيق څخه وروستو به په دې تړون عمل پيل کيږي.
دروس خارجه وزير سرگئ ليوروف دوړاندې څخه واضحه کړې ده چې کۀ چرې هيواد ته يې محسوس شي چې ديورپ لپاره دامريکې ددفاعي ميزائيلونو دنظام څخه دروس سلامتۍ ته خطره پيښه ده نو هغوي دجوهري وسلې دکمولو ددغه تړون څخه دوتلو اختيار لري.
صدر اوباما دخپل روسي سيال سره په وينا کې دميزائيلونو ددفاعي نظام په هکله دروس په انديښنو دنورو خبرو اترو اراده هم وکړه.
په ډاگه دې وي چې په دنيا کې دموجودو جوهري وسلو څخه ټول په ټوله 90 فيصده دروس او امريکې سره موجودې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG