لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دمائن پاکۍ  ٥کارکونکي وژل شوې


دافغانستان په قندهار ولايت کې دبمي چاؤدنې له امله دمائن پاکۍ دادارې 5 مامورين وژل شوي او 14 نور ژوبل شوي دي.
دقندهار دوالي وياند ځلمي ايوبي له مخې دمائن پاکۍ دادارې ډافا مامورين داتوار په سحر دقندهار په دامان اولسوالۍ کې دمائن پاکۍ کار ته روان وؤ چې په دغه مهال دهغوي گاډى دسړک په غاړه يو مائن باندې دورختلو له امله تباه شو.
دوياند له مخې کله چې ددغه پيښې دخبر په ترلاسه کيدو په پيښه کې دزيانمن شوؤ کسانو دمرستې دپاره دادارې بل گاډى دغلته ورسيدو نو هغه هم په مائن والوتلو.
دوالي وياند وويل په دغو دواړو چاؤدنو کې دمائن پاکۍ دادارې 5 مامورين وژل شوي او 14 ژوبل شوي دي.
هغه وويل ژوبل مامورين دقندهار روغتون ته رسول شوي او دغلته هم دزياترو کسانو حالت مرگونى دى.
ددغه پيښې څخه وروستو دمائن پاکۍ ادارې ډافا په عارضي توگه دخپلو کارونو داودرولو خبره کړې ده.
بايد وويل شي په افغانستان کې دسړک دغاړې په بمي چاؤدنو کې تر دې مهاله په سوونو بې گناه وگړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG