لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملگرو ملتونو کمیشن وايي بینظیرته مناسب تحفظ نه وو کړی شوی


<!-- IMAGE -->

د ملگرو ملتونو تحقیقاتي کمیشن ویلې چې د پخواني صدر پرویز مشرف حکومت د بینظیر بهټو د تحفظ د پاره غیر مناسب او غیر موئثره امنیتي گامونه اخستې وو او د هغې د وژنې ورسته تحقیقات نه ېواځې غیر جانبداره نه ووبلکه په حقائقو بادندې پکښې پرده هم اچلول شوې وه.
د زیارت په ورځ د ملگرو ملتونو مرکزي دفتر نیویارک کې شائع شوی رپورټ وايي چې د پخوانۍ وزیراعظمې د تحفظ زمه واري په مرکزي او صوبايي حکومتونو او د راولپنډۍ ښار په پولیسو باندې وه خو یوې ادارې هم هغې ته د غیر معمولي خطراتو په ځواب کې مناسب تحفظ نه ووورکړی.
بینظیر بهټو د کال ٢٠٠٧ د د سمبر په میاشت کې د پاکستان راولپنډۍ ښار کې په یو ځانمرگي برید کې وژل شوې ده. په هغې حمله لیاقت باغ کې د جلسې ورسته شوې وه کله چې هغې موټرنه خپلو پلویانو ته په لاس سلامي ورکوله او د هغوي د نعرو ځواب يي ورکولو.
د پاکستان حکومت په غوښتنه ملگرو ملتونو د بینظیر بهټو د وژنې د تحقیقاتو د پاره درې تنیزکمیشن وو ټاکلو چې مشري يي ملگرو ملتونو ته د چلي استازي هیرالډو مونز کوله.
پخواني صدر پرویز مشرف او د هاغه وخت د حکومت یوشمیر لوړ رتبه چارواکو د بینظیر بهټو د وژنې پړه هاغه وخت په پاکستاني کې د طالبانو مشر بیت الله محسود په غاړه اچولې وه.
د ملگرو ملتونو کمیشن خپل رپورټ کې ویلې چې د بینظیربهټو ژوند ته د یوشمیرعناصرو لخوا خطرات موجود وو چې پکې القاعده، طالبان، نور جهادي تنظیمونه او په ممکنه توگه د پاکستان په حکومت کې دننه ځني عناصر شامل وو.
رپورټ وايي چې بینظیر د وژل کیدو نه بچ کیدی شوه که چرې د راولپنډۍ ښار پولیسو مناست امنیتي گامونه اخستي وو.
رپورټ وايي چې د بینظیربهټو دوژنې ورسته پولیسو شواهد هم په سملاسي توگه د پیښې د ځاې نه وینځل او د پاکستان استخباراتي ادارو او حکومتي چارواکو حقائقو ته په رسیدو کې د ملگرو ملتونود تحقیقاتي کمیشن لاره نیوله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG