لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزۍ : پوځي عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزۍ ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد عملياتو کې نور 17 جنگيالي وژل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل امنيتي ځواکونو دمنځنۍ اورکزۍ ايجنسۍ په سانگهړا سيمه کې دتندلارو په ضد په پراخه کچ عمليات کړي او دهغوي يو شمير ځالې يې په نخښه کړي دي.
دسرچينو وينا ده په دغه عملياتو کې د17ؤ جنگيالو دوژل کيدو ترڅنگ امنيتي ځواکونو په سانگهړې کې زيات پرمختگ کړى او تندلاري ددغه سيمې څخه پشا کيدلو ته اړ شوي دي.
سرچينې دا هم وائي چې دتيرې ورځې په عملياتو کې يو شمير جنگيالي امنيتي ځواکونو ژوندي نيولي دي.
دتيرې يوې مياشتې راهسې په اورکزو کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد په نااعلانه ډول عمليات پيل کړي او امنيتي ځواکونو په دغو عملياتو کې د400ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژنې ادعا کړې ده.
خو دغه ادعا ازادو سرچينو نۀ ده تصديق کړې.
په دغو عملياتو کې ددوؤ پوځي افسرانو په گډون 9 پوځيان هم وژل شوي دي.
اورکزۍ ايجنسي دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې دافغانستان سره گډه پوله نۀ لري خو داورکزۍ سره په لگيدلو قبائيلي سيمو کرمه او خيبرايجنسيو کې دا مهال يو شمير تندروه مذهبي ډلې فعاليتونه کوي.
دپاکستان امنيتي ځواکونه وائي په جنوبي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دعملياتو څخه وروستو گڼ شمير جنگيالي نزدې قبائيلي سيمو ته تښتيدلي دي.

XS
SM
MD
LG