لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزۍ : ديو شواروز په عملياتو کې 25 جنگيالي وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

چارواکي وائي دتير يو شواروز په مهال د پاکستان امنيتي ځواکونو په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دگن شپ هيلي کاپټرو او توپو له لارې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې 25 جنگيالي وژل شوي دي.
سرچينې وائي دغه تندلاري داورکزو په سانگړه سيمه کې وژل شوي دي.
دخالي په ورځ په سيمه کې يو انتظامي چارواکي سميع الله خان خبريالانو ته ويلي دي امنيتي ځواکونو دجمعې په ورځ په اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې چې پکې گڼ شمير تندلاري ژوبل شوي هم دي.
هغه وويل هيلي کاپټرو دخالي په ورځ هم داورکزۍ ايجنسۍ په يو شمير غر ييزو سيمو کې دتندلارو ځالې په نخښه کړي دي.
سميع الله خان وويل اوس مهال امنيتي ځواکونو تقريباً دټولو لويو سيمو څخه تندلاري ويستلي او ځمکني پوځيان اوس دغريزو سيمو په لوري پرمختگ کوي ترڅو ددغو ځائيونو څخه هاغه تندلاري وباسي چې گمان کيږي هغوي پکې پټ دي.
امنيتي ځواکونه ادعا کوي چې سانگړه سيمه يې دتندلارو څخه پاکه کړې خو د اورکزۍ په بيلا بيلو سيمو کې دتندلارو په ضد دگن شپ هيلي کاپټرو څخه وخت ناوخته گوله باري اوس هم دوام لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG