لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال کياني دبې گناه قبائيلو په وژنه دکوکي خيلو څخه معذرت کړى دى


<!-- IMAGE -->

د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال شفاق پرويزکياني په لسم اپريل دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په تيراه علاقه کې دپوځ په بمبارۍ کې دعامو وگړو په وژنه خفگان ښودلى اؤ دکوکي خيل قبيلې څخه يې معذرت کړى دى.
دپاکستان دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې لۀ مخې دپوځ سرلښکرپه دغه پيښه د ژورې خواشينۍ اؤ معذرت څرگندؤلو په ترڅ کې پوځ ته امرکړى دى چې په راتلونکې کې دعملياتو په مهال دبې گناه وگړو د وژنې څخه ځان وساتي
بايد وويل شي دپاکستان امنيتي ځواکونو په 10م اپريل دافغانستان سره په پوله دپرتې قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ دتيراه په سره وياله کلي کې دجيټ الوتکوڅخه بمباري کړې وه چې پکې د60ؤ څخه زيات سکسان وژل شوي وؤ.
په هاغه مهال دسيمې اوسيدونکو ويلي وؤ دغه بمباري دکوکي خيل قام په يوه جرگه ترسره شوې ده خوامنيتي اؤ انتظامي چارواکو ادعا لرله چې بمباري په ترهگرو ترسره شوې ده.
تيره ورځ دخيبرايجنسۍ پولټيکل ايجنټ شفيرالله خان دکوکي خيل قبيلې يوې جرگې سره دليدنې په مهال ددغه پيښې څخه داغيزمن شوؤ کورنيو دپاره ديو کروړ روپو دمرستې اعلان هم کړى وؤ .
دالمړى ځل دى چې په دپاکستان په کومه قبائيلي سيمه کې دتندلارو په ضد دپوځ په بمبارۍ کې په دومره لويه پيمانه اولسي وگړي وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG