لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزو : امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې څلور ترهگر وژل شوي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزۍ ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو سره په نښته کې څلور تندلاري وژل شوي دي.
داورکزو ايجنسۍ څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل دخالي په ورځ په سانگړه سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتې شوي چې پکې دڅلور تندلارو دوژل کيدو ترڅنگ اته جنگيالي ژوبل شوي او دهغوي څخه درې په زخمي حالت کې نيول شوي دي.
په دغو نښتو کې يو عسکر هم ژوبل شوى دى.
سرچينې وائي امنيتي ځواکونو دشاه ابوذر بورچې واک ترلاسه کړى دى.

XS
SM
MD
LG