لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزو کې 13 جنگيالي او سوات کې 3 طالب کمانډران وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتو کې 13 تندلاري او يو عسکر وژل شوى دى.
سرچينې وائي داتوار په سحر داورکزو په سانگړه سيمه کې دامنيتي ځواکونو او جنگيالو ترمينځ سخته نښته وشوه او دواړو خواؤ په دغه مهال ديو بل په ضد درنې وسلې وکارولې.
دسرچينو له مخې په دغه نښته کې لږ ترلږه 13 جنگيالي وژل شوي دي.
همدغه راز دتندلارو لخوا په ډزو کې دمليشې يو عسکر هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
سرچينې وائي ددغه نښتې څخه وروستو جنگيالي دسيمې څخه په تيښته بريالي شوي او امنيتي ځواکونو په سانگړه کې خپلې پښې مضبوطې کړي دي.
په اورکزو کې دتيرې يوې مياشتې راهسې دامنيتي ځواکونو لخوا په نااعلانه ډول پيل کړل شوؤ عملياتو کې د450ؤ څخه دزياتو تندلارو دوژل کيدو دعوه شوې ده خو په سيمه کې دتاؤژنو حالاتو له امله دغلته دصحافيانو ورتگ ناشونې شوى دى ځکه نو داصل وضعيت په اړه په غوڅ ډول څه نۀ شي وئيل کيدلى.
په سيمه کې دتندلارو او امنيتي ځواکونو ترمينځ دروانو جنگونو له امله ددوه نيمو لکو څخه زياتو قبائيلو نزدې سيمو کوهاټ،هنگو او خيبرايجنسۍ ته پناه وړې ده.
بل لوري ته دصوبه سرحد په سوات سيمه کې امنيتي ځواکونو دعملياتو په مهال درې تندروه کمانډران وژلي دي.
دسيمې څخه سرچينې وائي داوگډي په سيمه کې تندلاري دسيند څخه اوښتل چې په دغه مهال امنيتي ځواکونو وليدل او ددواړو خواؤ ترمينځ سخته نښته وشوه.
سرچينې وائي په دغه نښته کې دسوات دطالبانو دمشر مولانا فضل الله نزدې ملگرى کمانډر ابوجندل او مولانا فضل شاه وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې ابوجندل دقمبر سيمې سره تعلق لرلو او هغه په امنيتي ځواکونو بريدونو او دبې گناه خلکو دوژنو په بيلا بيلو پيښو کې ککړ ؤ.
سرچينې وائي په چارباغ سيمه کې هم امنيتي ځواکونو سره په جگړه کې يو مهم طالب کمانډر ابراهيم چې دزبير په نوم يې شهرت لرلو وژل شوى دى.

XS
SM
MD
LG