لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزو او جنوبي وزیرستان کې 26 جنگيالي وژل شوي دي


اورکزو او جنوبي وزیرستان کې 26 جنگيالي وژل شوي دي
<!-- IMAGE -->

په قبائيلي سيمه اورکزو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو جنگيالو ترمينځ سختې نښتې شوي چې پکې امنيتي ځواکونو د20 جنگيالو دوژنې او 23 دژوبل کولو ادعا کړې ده.
په دغو نښتو کې يو پوځي هم وژل شوى دى.
خو په دغه نښته کې دوژل شوؤ جنگيالو شميره ازادو سرچينونۀ ده تصديق کړې.
داورکزو په قمبر ماسي سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته شوې ده چې پکې دواړوخواؤ ديو بل په ضد درنې وسلې کارولي دي.
په دغه نښته کې 15 تندلاري وژل شوي او 23 نور ژوبل شوي دي.
راپورونه وائي امنيتي ځواکونو پن مستي سيمه کې دتندلارو په ضد پرمختگ کړى او دغلته يې 5 تندلاري وژلي دي.
نامعلومو تندلارو په ماموزۍ کې دصحت يو بنيادي مرکز په بمونو تباه کړى او په خوا دره کې يې شپږو کورونو ته اور اچولى دى. په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په ستره کچ دعملياتو پيل کيدو څخه وروسته چارواکي وائي په گڼ شمير کې طالب جنگيالي دشمالي وزيرستان ، اورکزو ايجنسۍ او نورو قبائيلي سيمو ته تښتيدلي او اوس ددغو ځائيونو څخه په امنيتي ځواکونو دبريدونو ترسره کولو پلانونه جوړوي.
امنيتي ځواکونو په جنوبي وزيرستان ايجنسۍکې هم دتندلارو په ضد دلټونې تازه عمليات ترسره کړي چې پکې 6 تندلاري وژل شوي دي.
دغه عمليات په جناتا سيمه کې ترسره شوي دي.
ددغو عملياتو په مهال دتندلارو څخه په دروند مقدار کې وسلته هم امنيتي ځواکونو لاسته راوړې ده چې پکې درې ځانمرگي جيکټونه، اووۀ بمونه، څلور گاډي او نور چاؤديدونکي مواد شامل دي.

XS
SM
MD
LG