لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزو او خيبرايجنسۍ په عملیاتو کې 13 جنگيالي وژل شوي دي

<!-- IMAGE -->

د پاکستان په قبائيلي سيمو اورکزو او خيبر ايجنسيو کې د نهې په ورځ دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوؤ عملياتو او نښتو کې لږ ترلږه 13 جنگيالي وژل شوي او23 نورژوندي نيول شوي دي.
دامنيتي ځواکونو دسرچينو له مخې يو شمير وسله والو جنگيالو داورکزو په بيزوټ سيمه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته بريد وکړو چې ددې په ځواب کې امنيتي ځواکونو ددغو بريد کوونکو په ضد ځوابي عمليات پيل کړل او5 جنگيالي يې ووژل.
همدغه راز داورکزۍ ايجنسۍ په مختلفو سيمو کې امنيتي ځواکونو ددرنو توپو له لارې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې ددريوؤ تندلارو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
سرچينې وائي په دغو عملياتو کې گڼ شمير تندلاري ژوبل شوي هم دي.
دسرچينو په وينا دمشتي ميلې او فيروز خيل سيمې څخه امنيتي ځواکونو 5 شکمن جنگيالي ژوندي هم نيولي دي.
دتيرې يوې نيمې مياشتې څخه په اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو لخوا په نااعلانه ډول عمليات روان دي چې پکې د450ؤ تندلارو دوژل کيدو ادعا شوې ده.
پوځ دا ادعا هم کوي چې دکوزې کرمې ايجنسۍ په زياترو سيمو يې اوس واک ترلاسه کړى او دمرکزي اورکزۍ په لوري دتندلارو په ضد پرمختگ کوي.
بل لوري ته دخيبرايجنسۍ دباړې تحصيل په اکاخيل سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوؤ دلټونې عملياتو يا سرچ اپريشن په مهال 5 جنگيالي وژل شوي دي.
سرچينې وائي په دغو عملياتو کې ددوؤ مهمو تندلارو کمانډرانو په گډون 18 شکمن جنگيالي نيول شوي هم دي.
دکرمې ايجنسۍ دمنځي کرم سيمې څخه امنيتي ځواکونو دحکيم الله مسحود ډلې سره تعلق لرونکى دطالبانو يو کمانډر سليم خان هم نيولى دى.
اخوا دخيبرپښتونخوا دکوزدير سيمې څخه امنيتي ځواکونو دغيرقانوني گرځول شوي تندروه ډلې تحريک نفاذ شريعت محمدي دمشر مولانا صوفي محمد يو ځوې مطيع الله سره ديوملگري نيولى دى.

XS
SM
MD
LG