لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزۍ ايجنسي : تازه نښتو کې 14 جنگيالي وژل شوي دي


اورکزۍ ايجنسي : تازه نښتو کې 14 جنگيالي وژل شوي دي
اورکزۍ ايجنسي : تازه نښتو کې 14 جنگيالي وژل شوي دي
<!-- IMAGE -->

دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ شوؤنښتو کې 14جنگيالي وژل شوي او 18 نور ژوبل شوي دي.
دپوځي سرچينو له مخې داورکزۍ په گوئين سيمه کې يو شمير تندلارو دامنيتي ځواکونو په پوسته په راکټونو اوخودکاره وسلو بريد وکړو چې ددې په ځواب کې امنيتي ځواکونو ددغو تندلارو په ضد عمليات وکړل او لږ ترلږه 14 جنگيالي يې ووژل.
همدغه راز امنيتي ځواکونو داورکزۍ په شکر تنگي ، فيروزخيل، سيف دره او چهپر مشتي کې هم دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده چې پکې دهغوي 5 ځالې له مينځه تللي او دوه تهه خانې يې هم تباه شوي دي.
دسرچينو له مخې په دغو عملياتو کې 18تندلاري ژوبل شوي دي.
دځايې انتظاميې يو لوړپوړي چارواکي جهانزيب خان وئيلي دي دخالي په ورځ هم داورکزو ايجنسۍ په سانگړه سيمه کې امنيتي ځواکونو دترهه گرو دچاؤديدونکوموادوپه يو گودام اودتندلاروپه دريوؤ ځالو فضائي بريد ترسره کړى چې پکې 20 تندلاري وژل شوي دي.
په اورکزو کې دتيرې يوې نيمې مياشتې څخه دتندلارو په ضد امنيتي ځواکونو په نااعلانه توگه عمليات پيل کړي چې پکې تر دې مهاله د400ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي دي.
چارواکي وائي تير کال داکتوبر په مياشت کې دپاکستان دپوځ لخوا په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دسترو عملياتو کيدو څخه وروستو په گڼ شمير کې جنگيالي شمالي وزيرستان اواورکزو ايجنسۍ ته تښتيدلي دي.
په اورکزۍ ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد پيل کړل شوؤ عملياتو کې امنيتي ځواکونو دتندلارو څخه گڼ شمير سيمې پاکې کړي او دهغوي گڼ شمير مرکزونه يې هم تباه کړي دي.
سرچينې وائي اوس مهال امنيتي ځواکونه په مرکزي اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو دشکمنو ځالو په لوري پرمختگ کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG