لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزو او سوات کې 19 جنگيالي وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان قبائيلي سيمه اورکزو او دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوؤ عملياتو او نښتو کې 19 جنگيالي وژل شوي 9 ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې نن سحر داورکزو په مشتي سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته شوې ده چې پکې د15ؤ جنگيالو دوژل کيدو او 9ؤ دژوبل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
همدغه راز داورکزۍ په اخون کوټ سيمه کې تندلارو دصحت يو بنيادي مرکز په چاؤديدونکو موادو تباه کړى دى.
په اورکزو کې يوه مياشت دمخه امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد په نااعلانه توگه عمليات پيل کړي چې تر دې مهاله پکې د400ؤ څخه دزياتو تندلارو دوژل کيدو ادعا شوې ده.
په سيمه کې دعملياتو له امله په زرگونو خلکو نزدې خوندي سيمو ته کډې هم کړي دي.
په سوات کې دپوځ دمطبوعاتي څانگې يو وياند ميجر مشتاق احمد خان له مخې دسوات دکبل په سيگرام سيمه کې هم نن سحر دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې څلور تندلاري وژل شوي دي.
هغه وويل دغه نښته وروستو له هغې وشوه کله چې دامنيتي ځواکونو يو کاروان کوزې بانډې ته روان ؤ چې په دغه مهال پرې په په سيگرام سيمه کې وسله والو جنگيالو ډزې پيل کړې.
له دې وروستو امنيتي ځواکونو هم ددغو تندلارو په ضد ځوابي عمليات پيل کړل او څلور تندلاري يې ووژل.
اخوا دخيبرايجنسۍ په باړه سيمه کې هم امنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده.
سرچينې وائي په دغه مهال يوه گوله دباړې په قمر سيمه کې په يو اولسي کور لگيدلې چې پکې يوه ښځه وژل شوې او څلور ماشومان ژوبل شوي دي.
په دغه گوله بارۍ کې تندلارو داوښتې مرگ ژوبلې په هکله تر دې مهاله دقيق معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.

XS
SM
MD
LG