لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : حکومت د بجلۍ په بحران د قابو موندلو لپاره د تگلارې اعلان  کړی


<!-- IMAGE -->

پاکستان ته پيښ دتوانايۍ دسخت بحران دهواري لپاره په اسلام اباد کې دروانې د رې ورځنۍ لوړې کچې دغونډې په پائې کې وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دزيارت په ورځ دبجلۍ په بچت او پيداوار کې دزياتوالي لپاره سملاسي دمينځنيو او اوږدمهاله گامونو په اړه دڅلور نکته يزې ايجنډې اعلان کړى دى.
دحکومت لخوا اعلان کړل شوؤ گامونو کې ترجيح دبجلۍ بچت لپاره تيار کړل شوې منصوبې ته ورکړل شوې ده چې له مخې يې په سرکاري دفترونو کې په يوه اوونۍ کې ددوؤ رخصتيو اعلان، دفارميسي او بيکري دوکانونو څخه علاوه دکاروباري مرکزونو دتړلو نه علاوه دصدر او وزيراعظم دسرکاري ودانيو په گډون په مرکز او صوبو کې په ټولو سرکاري ادارو کې د50 فيصده بجلۍ بچت شامل دى.
دڅلورو واړو صوبو داعلي وزيرانو او دبجلۍ او اوبو دمرکزي وزير راجه پرويز مشرف په موجودگۍ کې وزيراعظم اعلان وکړو چې دبچت او بجلۍ دپيداوار لپاره به په ترتيب کړل شوې تگلاره سملاسي عمل پيل کيږي او ددغو گامونو ترمخه دکيدونکي پرمختگ به هر پينځلس ورځې پس جاج هم اخستى شي.
پاکستان دا وخت تقريباً دپينځوؤ زرو ميگاواټو دبجلۍ دکمي سره مخ دى او داوږد مهاله لوډشيډنگ له امله په مختلفو ښارونو کې په کيدونکو مظاهرو وزيراعظم اولس ته دپرامنه اوسيدو اپيل وکړو او وې ويل هغوي ته سرکاري او شخصي ودانيو ته زيانونه نۀ رسوي.
دبجلۍ په بحران دقابو موندلو لپاره دامريکائي حکومت لخوا دورکړل کيدونکي امداد ديادونې کولو په ترڅ کې راجه پرويز اشرف وويل تراوسه دورکړل شوؤ دولس نيمو کروړو ډالرو سره دبجلۍ په دريوؤ منصوبو کار شروع کړل شوى دى.
په دې موقع وزيراعظم هم وويل چې امريکا ته د اوسني سفر په مهال ورته په دغه ستونزه دقابو موندلو لپاره باور ورکړل شوى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG