لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزو: امنيتي ځواکونو سره نښته کې 16 جنگيالي وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې لږ ترلږه 16 جنگيالي وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې داورکزۍ ايجنسۍ په ميرگړهۍ سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو دشکمنو ځالو په لوري پرمختگ او دلټونې عمليات ترسره کول چې په دغه مهال پرې يو شمير وسله والو بريد وکړو چې له دې وروستو امنيتي ځواکونو ددغو بريد کوونکو په ضد چټک عمليات ترسره کړل او 16 جنگيالي يې ووژل.
په دغه مهال نښته کې ددوؤ پوځيانو دژوبل کيدو راپورونه هم ترلاسه شوي دي.
راپورونه وائي په اورکزو ايجنسۍ کې دتيرو پينځوؤ اوونيو راهسې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد په نااعلانه ډول عمليات پيل کړي چې پکې تر دې مهاله خواؤشا 500 تندلاري وژل شوي او دهغوي د12ؤ څخه زيات مرکزونه هم تباه کړل شوي دي.
اخوا په قبائيلي سيمه باجوړ کې دجينکو يو سکول او دخيبرپښتونخوا په کوز دير سيمه کې تندلارو دسي ډي گانو يو مرکز په چاؤديدونکو موادو سره الوځولي دي.
دسرچينو له مخې تندلارو دباجوړ ايجنسۍ په صديق اباد سيمه کې دجينکو دسکول يوه ودانۍ په چاؤديدونکو موادو سره تباه کړې چې ددې سره په سيمه کې دتباه کړل شوؤ سکولونو شميره 89ؤ ته رسيدلې ده.
همدغه راز دکوز دير په کوټي گرام سيمه کې نامعلومو تندلارو دسي دي گانو يو مرکز په چاؤديدونکو موادو سره تباه کړې او راپورونه وائي دسوات دنيلاگرام سيمې څخه امنيتي ځواکونو دلټونې دعملياتو په مهال د80ؤ څخه زيات شکمن کسان نيولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG