لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانيه کې ټولټاکنو لپاره رايې ورکول پيل شوي دي


برتانيه کې ټولټاکنو لپاره رايې ورکول پيل شوي دي
برتانيه کې ټولټاکنو لپاره رايې ورکول پيل شوي دي
<!-- IMAGE -->

په برتانيه کې دپارلماني ټولټاکنو دپاره رايې ورکول پيل شوي دي او وئيل کيږي په کال 1992ء کې دغلته دترسره شوؤ ټولټاکنو څخه وروسته به په اوسنو ټاکنو کې دکانديدانو ترمينځ سخته مقابله کيږي.
دبرتانيې ددريوؤ سترو گوندونو، ليبر،کنزرويټواو لبرل ډيموکريټس مشران دوزيراعظم دڅوکۍ ترلاسه کولو په زغل کې شامل دي.
د650 څوکو لرونکي پارلمان دپاره رايې ورکول دزيارت دورځې دسحر7ؤ بجو څخه پيل شوي او دشپې تر 10ؤ به دوام ولري.
دبرتانوي پارلمان دښکتي ايوان او دارالعوام دټولو چوکيو څخه 533 په انگلينډ کې،59 په سکاټ لينډ کې،40 په ويلز او 18 په نادرن ائرلينډ کې دي چې دڅلورو زرو څخه زيات کانديدان پرې ټولټاکنو دپاره ميدان ته راوتلي دي.
په برتانيه کې درايې ورکوونکو شميره خواؤشا څلور کروړه او څلويښت لکه ده.
دڅيړونکو په نظر په دغه ټولټاکنو کې ديو گوند دواضحه گټې ترلاسه کيدو امکان ډير کم دى ځکه نو گمان کيږي چې په راتلونکي کې به برطانيه کې يو گډ حکومت رامينځته شي.
رايې ورکوونکو کې زياتره وائي هغوي ته په پيښو ستونزو کې تر ټولو مهمه ستونزه دمعيشت ده او په نورو ستونزو کې روغتيا، تعليم او امنيت دپام وړ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG