لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د پاکستان نه د جنگیالو خلاف عملیات غواړي


<!-- IMAGE -->

د امریکې نيويارک ښار کې دناکامه بمي بريد څخه وروستو امريکا پاکستان ته خبردارى ورکړى چې په شمالي وزيرستان کې دموجودو ترهه گرو او القاعده په ضد عمليات پيل کړي او يا دې دسختو نتيجو سره مخ شي.
دپاکستاني او امريکائي چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط دخالي په ورځ دامريکا وتلې ورځپاڼې نيويارک ټائمز پخپل راپور کې وئيلي دي په افغانستان کې دامريکائي پوځ کمانډر جنرال سټينلى ميکرسټل دجمعې په ورځ په اسلام اباد کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره وليدل او په هغه يې ټينگار وکړو چې بايد په شمالي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو او القاعده په ضد عمليات پيل کړي.
دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس څو مياشتې له مخې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال په ډاگه کړې وه چې پوځ په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دى او ديو کال په موده کې دهيواد په کومه بله برخه کې دتندلارو په ضد نوي عمليات نۀ شي پيل کولى.
دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره امريکائي کمانډر جنرال سټينلى ميکرسټل دغه ليدنه وروستو له هغې کړې وه چې دامريکا دنيويارک ښار په ټائمز سکوائر کې ديو ناکامه بمي بريد په تور پاکستاني نژاده امريکائي وگړى فيصل شهزاد دجان ايف کينيډي هوائي ډگر څخه هاغه مهال ونيول شو کله چې نوموړى په يوه الوتکه کې دوبۍ ته دتگ په غرض ناست وؤ.
30 کلن فيصل شهزاد دپاکستان دهوائي ځواکونو ديو ريټائرډ افسر بهارالحق زوې دى په هغه محکمه کې 5 تورونه لگول شوي دي.
له دې وړاندې دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن هم تيره ورځ پخپله دټي وي يوه مرکه کې پاکستان ته گواښ کړى ؤ چې که چرې په راتلونکي کې دټائمز سکوائر په څير دورانکارۍ دبلې پيښې تړاؤ دپاکستان سره وخيژي نو بيا به پاکستان ته دسختو نتيجو سره مخ کيدل وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG