لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حامد کرزی افغان جگړې لپاره لېږدونکو امريکائي عسکرو سره لېدلي


حامد کرزی افغان جگړې لپاره لېږدونکو امريکائي عسکرو سره لېدلي

<!-- IMAGE -->

افغان جمهوررئيس حامد کرزي د جمعې په ورځ دامريکا دڅلور ورځني سفر په اخرۍ ورځ دکينټکي دمرکزي رياست سفر کړی او دځمکنيو پوځونو مرکز يې کتلی.
ښاغلى کرزى دکينټکي فورټ کيمپ بيل ته لاړو او دغلته يې افغانستان ته د لیږونکو پوځيانو سره ليدلي.
په روانه اوونۍ کې افغان صدر حامد کرزي دامريکائي عسکرو لخوا په ورکړو قربانيو بيا بيا دمننې لفظونه تکرار کړل.
دخپل سفر په مهال حامد کرزي والټر ريډ ارمي ميډيکل سينټر کې دزخمي پوځيانو پوښتنه وکړه او په ارلنگټن سيمټري کې يې افغانستان کې دوژل شوؤ عسکرو په قبرونو حاضري ورکړه.
افغان صدر په روانه اوونۍ کې په واشنگټن کې دگڼو لوړپوړو امريکائي چارواکو سره ليدنې کړي چې پکې صدر براک اوباما او دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن هم شامل دي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن دزيارت په ورځ پخپلو څرگندونو کې امريکا ته دصدر کرزي سفر زيات کامياب وگرځولو او ددې خبرې پخلى يې وکړو چې اوباما انتظاميه دځينو شرطونو په اساس دائتلافي پوځونو څخه افغان ځواکونو ته دسلامتۍ دذمه وارو دسپارلو دمنصوبې پيل کولو اراده لري.
هغې زياته کړه چې افغانستان لپاره به په امريکائي اراده کې هيڅ قسمه کمى نۀ راځي.
افغان اولسمشروويل چې دامريکا او افغانستان ترمينځ دشوؤ خبرو په نتيجه کې گڼ تړونونه شوي ، چې پکې دائتلافي پوځونو تر څارنې لاندې د فعاله بندي خانو دافغان پوځ په واک کې وکول شامل دي.
حامد کرزي وويل دهغه دحکومت دمودې پوره کيدو څخه وړاندې به افغان پوځ دټول هيواد ذمه وارۍ سمبال کړي.

XS
SM
MD
LG