لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزۍ ايجنسي : تازه نښتو کې يو عسکر او32 جنگيالي وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

چارواکي وائي تيره شپه دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دطالب جنگيالو او امنيتي ځواکونو ترمينځ شوؤ تازه نښتو کې يو عسکر او نور 32 تندلاري وژل شوي دي.
دغه نښتې تيره شپه داورکزو ايجنسۍ په دريوؤ کليو کې دپوځ او طالب جنگيالو ترمينځ رامينځته شوي دي.
په دغه هکله دسيمې څخه يو انتظامي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي تندلارو ددريوؤ خواؤ څخه په درنو وسلو او راکټونو سره په امنيتي ځواکونو بريد وکړو چې پکې 1 عسکر وژل شوى او 5 نور ژوبل شوي دي.
دغه چارواکي دا هم وويل چې امنيتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې 8 تندلاري وژلي او درې يې نور په ژوبل حالت کې نيولي دي.
سرچينې وائي يو شمير وسله والو جنگيالو بيگاه شپه داورکزۍ ايجنسۍ په ستوري خيل سيمه کې دامنيتي ځواکونو په نوې جوړې شوې پوستې په درنو وسلو سره بريد وکړو ، همدغه شان يې په ډبورۍ او انجاني سيمو کې هم په امنيتي ځواکونو بريدونه ترسره کړي دي.
ددغو بريدونو څخه وروستو امنيتي ځواکونو دتوپو څخه دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړې چې پکې 8 تندلاري وژل شوي دي.
سرچينې زياتوي دکوزې اورکزۍ په خراشا سيمه کې دپوځ او جنگيالو ترمينځ سخته نښته شوې ده چې پکې 25 جنگيالي وژل شوي دي.
داتوار په ورځ امنيتي ځواکونو په مرکزي او بره اورکزۍ ايجنسۍ کې دتندلارو په شکمنو ځالو دجيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو څخه گوله باري کړې وه چې پکې د60ؤ جنگيالو دوژنې ادعا شوې خو په اورکزۍ ايجنسۍ کې دپاکستاني طالبانو دغورځنگ يو وياند حفيظ سعيد دپيښې په هکله خبريالانو ته وئيلي ؤ امنيتي ځواکونو دهغوي يو ملگرى هم نۀ دى وژلى.
نوموړي وئيلي ؤ په دغه گوله بارۍ کې دهغوي گڼ شمير جنگيالي ژوبل شوي وؤ خو دخپلو ملگرو دوژل کيدو دراپورونو دتصديق څخه يې انکار کولو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG