لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمهوررئیس حامد کرزی د ایرانی مشرانو سره د خبرو اترواو دایران په مرسته د سړک او بریښنا د پروژو د پرانستلو لپاره نن د یو هئات په مشرۍ تهران ته رسیدلی دی.  - 2005-01-26


د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزئ ددوو ورځو د پاره ایران ته تللئ دی چی ددواړو ملکونو تر منځ د تجارتي روابطو په پراختیا باندی خبری وکړی او د سرحدی لوی لاری په پرانیستلو کی برخه واخلی . د هغه وخت نه راپدې خوا چی ښاغلئ کرزئ د جمهور رئیس په توگه انتخاب شوئ دا ایران ته د هغه لمړئ سفر دی .

نن هغه په تهران کی د جمهور رئیس خاتمی سره خبری کوی او ټاکل شوې بله ورځ به دوی دواړه د هغي لوی لاری د پرانیستلو په مراسمو کی برخه واخلی چی د ایران د دوغارون سرحدی ښارگوټئ د هرات سره نښلوی .

ایران د افغانستان یو مهم انډیوال دی او ښاغلي کرزي وعده کړې چی د خپلو گاونډیو سره به چی په تیر وخت کی یې په افغانستان کی په نا آرامیو کی برخه درلوده روابط ښه کړی .

افغان مامورین وایی په داسی حال کی چی دا خبری به زیاتره په اقتصادی چارو کی وی ددې توقع هم کیږی چی دواړه خواوی په عمومی امنیتی مسالو باندی هم وغږیږی او بیرته خپل وطن ته د افغان مهاجرینو په ستنیدو باندی هم خبری وکړی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG