لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې يو شمير سياسي مشران نيول شوي دي


پاکستان کې داضطراري حالت دنافذيدو وروستو دولت دسياسي ګوندونو دمشرانو او کارمندانو ګرفتارۍ پيل کړي دي.
بلخوا سياسى ګوندونوپر ملک کې اضطراري حالت ته دغير اعلانيه مارشل لاء نوم ورکړى دى او هوډ يې څرګند کړى دى چې دديموکراسۍ او اساسي قانون په ضد داخستل شوؤ ګانونو پر خلاف به داحتجاج تحريک چلوي.
دحکومت پرامر دشنبې او يکشنبې پر ورځ دهيواد دمختلفو برخو څخه دسياسي مشرانو او وکيلانو ګرفتارۍ او نظربندۍ وشوې. دې لړ کې دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزى، دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان، دمسلم ليګ(ن) مشر جاويد هاشمي، دسندهـ دترقي خوښ ګوند مشر ډاکټر قادر مګسي، د ولسي تحريک مشر رسول بخش پليجو، دجماعت اسلامي عبدالواحد قريشى، دايي ايس ايي پخوانى مشر حميد ګل ، دپاکستان دبشري حقونو دسازمان مشره عاصمه جهانګير، دنيشنل ګوندخالد لانګو ، دبلوچستان نيشنل ګوند مينګل ډلې اختر لانګو، دوکيلانو داتحاديې مشران چوهدري اعتزاز احسن ، منير اى ملک ، علي احمد کرد،دمسلم ليګ (ن) لائرز فورم پنجاب رييس نصير بټه ، دبلوچستان دهائيکورټ بار کونسل مشر هادي شکيل ايډوکيټ او خواجه اصف دپوليسو لخوا په نظارت کې واخستل شول. چي دوي کې ځينې دخپلو کورونو دننه نظر بند او ځينې محبسونو ته ليږل شوي دي. پر پاکستان کې دبيړني حالت له نافذيدو سره سم پر ميډيا يو شمير قدغنونه لګول شوي دي ، دشخصي تيلي ويزيوني چينلونو خپرونې قطع کړى شوي اوداطلاعاتو پر ترلاسه کولو کې ولس دسختو ستونزو سره مخ دى بلخوا دپاکستان يو شمير سياسي او مذهبي ګوندونو پاکستان پيپلز ګوند، مسلم ليګ(ن) ، جمعيت علماء اسلام، جماعت اسلامي، عوامي نيشنل ګوند ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، تحريک انصاف او دوکيلانو وورولۍ ملک کې داضطراري حالت نافذولو ته دغيراعلانيه مارشل لاء نوم ورکړى دى او ويلي يې دي چې دوي به دپوځي خودسرۍ دمخنيوي دپاره کوټلې مبارزه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG