لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې بيړنى حالت نافذ کړى شو


پاکستان کې دجاري سياسي اړي ګړي اؤ خراب امنيتي وضعيت له امله دبيړنۍ حالت (اضطراري) حالت دنافذولو اعلان دپوځ سرلښکر په داسې حال کې کړى دى چې يو خوا دپاکستان په ستره محکمه کې دجمهوري رياست په ټولټاکنو کې دجنرال پرويز مشرف داهل ګرځول کيدو په ضد دورکړى شوي درخواست په اړه بحث روان دى اوبلخوا دصوبه سرحد په سوات سيمه کې دځايې طالب پلوه جنګياليو او امنيتي ځواکونو ترمينځ سختې نښتې پيل شوي چې پکې ګڼ شمير پوځيان او جنګيالي وژل شوي دي .همدغه رازدپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو هيواد ته دبياستنيدنې څخه وروستو پخواني صدراعظم اودمسلم ليګ(ن) ګوند مشر ميا نواز شريف هم پاکستان ته دستنيدو هوډ کړى دى په دې ټولو ستونزو په نظر کې دنيولو سره سم نن دشنبې په ورځ دولسمشر جنرال پرويز مشرف په مشرۍ کې داوچتې پايې يوه غونډه دجمهوري رياست په ماڼۍ کې وشوه چې پکې په ملکي حالاتو داوږد بحث او صلاح مشورې وروستو دپاکستاني پوځونو سرلښکر جنرال پرويز مشرف په ملک کې داضطراري حالت دنفاذ اعلان وکړو او موقتي ائيني حکم يې جاري کړو دبيړني حالت دنافذ کيدو سره سم پوځيانو په پلازمينه اسلام اباد او څلورو واړو صوبو کې مهمې دولتي او انتظامي ودانۍ پخپله ولکه کې واخستې او په ټول ملک کې بشپړ امنيتي تدابير ونيول شول. دپاکستان داساسي قانون ترمخه پرهيواد کې بيړنى حالت په دريو صورتونو کې نافذيدى شي . لمړى : دملک سلامتيا چې کله په خطر کې پريوځي دوهم : کله چې ديو بهرني هيواد لخوا دبريد انديښنه وي. دريم : کله چې دهيواد کورنى حالت دخرابتيا تر اخري بريده ورسي او دولت يې پر کنټرول کولو کې دناکامۍ سره مخ شي. دبيړني حالت له نفاذ وروستو دصوبو څخه اختيارات مرکز ته منتقل کيږي او په صوبه کې دوزيراعلي اختيار محدود او پرځايې ګورنر څوک چې دوفاق نمائنده وي له پلوه نور هم پياوړى کيږي . په پاکستان کې سياسي او مذهبې ګوندونو او دوکيلانو ورورولۍ دوړاندې څخه اعلان کړى دى چې کۀ چرې پر ملک کې مارشل لاء يااضطراري حالت رامينځته کړى شو نو دوي به يې په ضد کوټلى احتجاج کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG