لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنظربندۍ پر اړه اوازې يوه دخندا وړ ټوقه ده: جنرال مشرف


دپاکستان جمهوررييس جنرال پرويز مشرف دخپلې نظربندۍ پر بابله اوازې بې بنسټه بللې دي او ويلي يې دي چې زما دنظربندۍ پر اړه خپره شوې اوازه يوه خندنۍ ټوقه ده چې هيڅ اساس نۀ لري .
دَ گل پر ورځ پاکستان او دنړۍ پر نورو مختلفو هيوادونو کې داسې اوازې خورې وې چې پر پاکستان کې دبيړني حالت دتطبيق څخه وروسته دپوځ مرورو چارواکيو جنرال پرويز مشرف پخپل کور کې دنظارت لاندې ساتلى دى او داقتدار واګې يې پخپلو لاسونو کې اخستي دي.
دگل پر ورځ دپاکستان پايه تخت اسلام اباد کې لويې لارې دازغنو تارونو پر لګولو سره تړل شوې وې.
وروسته دبرطانوي خبري شبکې رائټرز سره پخپلو خبرو کې جنرال پرويز مشرف پر ډاګه کړه چې ددۀ دنظارت پر اړه خپرې شوې اوازې يوه دخندا وړ ټوقه ده چې هيڅ اساس نۀ لري. دجنرال پرويز مشرف وياند راشد قريشي هم وويل چې دجمهوررييس جنرال پرويز مشرف دنظربند کيدو پر اړه خبرونه دروغ او بې بنسټه دي بلخوا پر پاکستان کې دبيړني حالت دتطبيق پر دريمه ورځ پر ټول هيواد کې وکيلانو سخت احتجاج وکړو.
او پوليسو يو شمير وکيلان ونيول. دلاهور پر محکمه (هائيکورټ) کې د2000 وکيلانو په مجمع پوليس کوتکونه وورول او داوښکن ګاز استعمال يې وکړو چې مقابل کې يې وکيلانو پر پوليسو دکاڼو ګزاورنه وکړل په دغه اخ وډب کې دولس کسان ټپيان او دپوليسو لخوا تر سلو زيات وکيلان ونيول شول.
همداراز دسندهـ هائيکورټ مخې ته هم پر سوونو کسانو احتجاج وکړو چې دسياسي ګوندونو غړو پکې هم ګډون درلودو پوليسو په سندهـ صوبه سرحد کې دسوونو پر شمير وکيلان او دسياسي ګوندونو غړي نيولي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG