لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دَ بیړني حالت  لگیدو درېمه ورځ هیواد کې دَ احتجاجونو لړې روانه ده


پاکستان کې دَ بیړني حالت لگیدو درېمه ورځ هیواد کې دَ احتجاجونو لړې روانه ده. حکومت نن دَ سترې محکمې هغه قاضیان چې دَ PCO یا د عبوري آئین حکم ترمخه سوگند پورته کولو نه انکارکړې په خپلو کورنو کې نظر بند کړي.
گڼ شمېر وکیلان ، سیاسي گوندونو مشران او دَ بشري حقونو غړي نیولي شوي دي.او حکومت د شخصې ټي وي گانو او میډیا خپرونې تړلې دي.
نن په ټول هیواد کې په زرگونو وکیلانو دَ بیړنې حالت پرځاې کولو گام پر ضد احتجاج وکړو.او پوليسو يو شمير وکيلان ونيول.
دلاهور پر محکمه (هائيکورټ) کې د2000 وکيلانو په غونډه پوليسو کوتکونه وورول او داوښکن ګاز استعمال يې وکړو چې مقابل کې يې وکيلانو پر پوليسو دکاڼو ګزاورنه وکړل په دغه اخ وډب کې دولس کسان ټپيان او دپوليسو لخوا تر سلو زيات وکيلان ونيول شول. همداراز دسندهـ هائيکورټ مخې ته هم پر سوونو کسانو احتجاج وکړو چې دسياسي ګوندونو غړو پکې هم ګډون درلودو پوليسو په سندهـ او صوبه سرحد کې هم دسوونو پر شمير وکيلان او دسياسي ګوندونو غړي نيولي دي .

XS
SM
MD
LG