لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی، بل تن ټپي


افغانستان او پاکستان ترمینځ تجارتي لار انګور اډه د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه نه د 55 کلو میټره په فاصله د افغان پولې سره جوخته سیمه ده او دغلته په پوله دواړو غاړو ته مېشت خلک په خپلو کې راشه درشه او خپلوۍ لري غم ښادۍ او تګ راتګ کوي
افغانستان او پاکستان ترمینځ تجارتي لار انګور اډه د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه نه د 55 کلو میټره په فاصله د افغان پولې سره جوخته سیمه ده او دغلته په پوله دواړو غاړو ته مېشت خلک په خپلو کې راشه درشه او خپلوۍ لري غم ښادۍ او تګ راتګ کوي

د خېبرپښتونخوا په کوزه جنوبي وزیرستان ضلعې کې په ځمکه کې ښخ بم چاودېدلی چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او یو بل تن ژوبل شوی دی. پولیس وایي د چاودنې مبينه هدف د پاکستان او افغانستان ترمینځ په انګور اډه پوله په عارضي توګه د څار په ډيوټۍ په ځاي کړی شوې مېرمن وه خو هغه پکې بچ شوې ده.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر [ډي پي او] عتیق الله وي او اې ډيوه ته دا پېښه تایيد کړې او وایي پرون د کوز جنوبي وزیرستان بېرمل تحصیل او افغان پولې سره جوختې انګور اډه سيمه کې شوې ده.

هغه وویل بارودي توکي د انګور اډه په پوله د زنانو د چيکنګ يا تلاشۍ لپاره ګمارل شوې زنانه دکور سره نیزدې ښخ کړی شوي او هغه مهال ماښام وچاوده چې کېدله دا زنانه تر ډیوټۍ وروسته د پلار سره کور ته روانه وه.

د پولیسو مشر په وینا بارودي چاودنه کې په نخښه شوي کسان د هغې خپلوان دي او په دې مهال هغې دپاره به دروازې ته راوتلي وو. خو چاودنه کې دغه زنانه ته کوم زیان نه دې رسدلی.

پوليس افسر وویل د دغه پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي او زیات امکان ده چې دا د ترهګرۍ پېښه وه.

د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

یوې پوښتنې ته په ځواب کې د پولیسو مشر وویل وزیرستان پولیس کې زنانه نشته او د ځایي خلکو په غوښتنه انتظامیې په افغان پوله د ښځو تګ راتګ څارنې د پاره په عارضي توګه مقامي زنانه ګمارلې دي.

افغانستان او پاکستان ترمینځ تجارتي لار انګور اډه د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه نه د 55 کلو میټره په فاصله د افغان پولې سره جوخته سیمه ده او دغلته په پوله دواړو غاړو ته مېشت خلک په خپلو کې راشه درشه او خپلوۍ لري غم ښادۍ او تګ راتګ کوي.

په ورستیو کې ځایي خلکو احتجاجی مظاهرې کړې او ویلي وو په پوله تګ راتګ کې خنډانونه جوړل کړل شوي چې نه یوازې د دوی کاروبار يې اغېزمن کړې بلکې د خلکو تګ راتګ او په ځانګړي ډول ښځو ته زیات مشکل جوړ دي.

د کوز جنوبي وزیرستان ځايي خلکو تیره اوو نۍ د بدامنۍ په ضد کاربنديز او احتجاجي مظاهرې کړې او د حکومت نه یې په دې سیمه کې د امنیت په ځاې کولو غوښتنه کړې وه.

احتجاج کوونکو ویلي وو د علاقې خلک د بدامنۍ سره مخ دي او په سیمه کې د ترهګرۍ لپاره نور زغم نه لري. دوی ويلي وو د ملکي آیین لاندې د رياست نه د امنيت په ځای کولو لپاره د خپلې ذمه وارۍ پوره کولو غوښتنه کوي.

هغه وخت د ضلعي پولیسو مشر عتیق الله وي او اې ډیوه ته ویلي وو د علاقې امنیت په قابو کې دى دغلته د خلکو د تحفظ پاره پولیس او نور امنیتي ځواکونه موجود دي او د ضلعې د نورو سیمو ترڅنګ په اعظم ورسک کې ګشتونه کوي.

هغه ویلي وو داسې د بدامنۍ پېښې د هیواد په نورو سیمو کې هم کیږي خو دغلته ځينې عناصر داسې قسمه پېښې مبالغه کوي.

د پاکستان پوځ د وړاندې نه د افغانستان پولې ته جوختو پرتو جنوبي او شمالي وزیرستان ضلعو کې عملیات کړي او دعوې کوي چې د عملیاتو په پایله کې يې د منظمې ترهګرۍ نوغی ویستی دی، په يادو علاقو کې بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG