لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان: په نښته کې دوه پوځيان او دوه ترهګر وژل شوي، په ماين چاودنه کې يو ماشوم وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان کې د مشکوکو وسله والو او د امنیتي ځواکونو په جګړه کې پوځ ویلي دوه عسکر او دوه وسله وال وژل شوي دي او په کوز جنوبي وزیرستان کې ماين چاودنې يو ماشوم وژلی او دوه نور یې ژوبل کړی دی.

د پاکستان پوځ د ګل/دوشنبې په ورځ وویل د شمالي وزيرستان په سپين وام کې د ترهګرو سره په نښته کې دوه ترهګر وژل شوي او دوه سپاهيان د باجوړ 25 کلن عمران الله او د بره دير 21 کلن افضل خان هم وژل شوي دي.

پوځ دعوه کړې دوه ترهګر یې نيولي او په غټه کچه وسله یې ترې ترلاسه کړې ده.

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې، خو په وروستيو کې په امنیتي ځواکونو د زیاترو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

بله پېښه په کوز جنوبي وزیرستان ضلع کې شوې په یو ماین چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. پولیس دا پېښه تایيدوي او وایي دا چاودنه نن غرمه د ضلعې مرکز واڼه سره نزدې شپږ کلومیټره لرې لودیځ دژه غونډۍ سیمه کې شوې ده.

د واڼه پولیسو تاڼې چارواکو ویل بارودي توکي په سړک کې ښخ کړل شوي وو چې پکې د یوې کورنۍ درې ماشومان په هدف شوي دي.

د پولیسو وینا ده چې تر پېښې ورسته پولیس د برید ځایی ته رسېدلي او په دې پېښې کې مړه او ژوبل ماشومان د واڼه روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

د روغتون چارواکي وايي درې ماشومان راوړول شوي چې پکې یو وژل شوی او دوه سخت ژوبل دي.

د دوی په وینا د ژوبلو ماشومانو حالت مرګونی دی او د نور علاج د پاره ډیره اسماعیل خان ته لیږل شوي دي.

پولیسو ويلي، دې پېښې پلټنې یې پیل کړي او زیات امکان دی د امنیتي ځواکونو ګاډي په هدف کولو د پاره بارودي ماین ښخ کړی شوي وو.

تر دغه پېښې وروسته ټوله سیمه امنیتي ځواکونو په ګېره کې اخستې او لټون عملیات یې پېل کړي دي.

د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

د کوز جنوبي وزیرستان ځايي خلکو په دې ورستیو کې د بدامنۍ په ضد کاربنديز او احتجاجي مظاهرې کړي او د حکومت نه یې په دې سیمه کې د امنیت په ځای کولو غوښتنه کړې وه.

احتجاج کوونکو ویلي وو د علاقې خلک د بدامنۍ سره مخ دي او په سیمه کې د ترهګرۍ لپاره نور زغم نه لري. دوی ويلي وو د ملکي ایین لاندې د رياست نه د امنيت په ځای کولو لپاره د خپلې ذمه وارۍ پوره کولو غوښتنه کوي.

هغه وخت د ضلعي د انتظامیه مشر مرستیال کمشنر میډیا ته ویلي وو د دوی ټولې غوښتنې اییني او قانوني دي، ټولې غوښتنې منل شوي او ډېر زر به د دغو ټولو غوښتنو عملي کول پېل کړي.

هغه ویلي وو دامنیت ټینګښت د حکومت زمه داري ده او د پولیسو ترڅنګ نورې امنیتي ادارې د امن په ساتلو بوخت دي او چاته به دغلته د ناامنۍ جوړولو اجازه ور نه کړي.

د پاکستان پوځ د وړاندې نه د افغانستان پولې ته جوختو پرتو جنوبي او شمالي وزیرستان ضلعو کې عملیات کړي او دعوې کوي چې د عملیاتو په پایله کې يې د منظمې ترهګرۍ نوغی ویستی دی، په يادو علاقو کې بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG