لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې پولیس وايي یو تن په هدفي حمله کې وژل شوی


د پرله پسې هدفي وژنو پرضد د شمالي وزیرستان د خلکو احتجاجي پرلت نن په 63مه ورځ دوام لري چې پکې دوی د حکومت نه په علاقه کې په پشپړډول د امنیت د ټینګښت غوښته کوي
د پرله پسې هدفي وژنو پرضد د شمالي وزیرستان د خلکو احتجاجي پرلت نن په 63مه ورځ دوام لري چې پکې دوی د حکومت نه په علاقه کې په پشپړډول د امنیت د ټینګښت غوښته کوي

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنې دا پيښه په داسې حال کې شوې چې د علاقې خلکو د تیرو 63 ورځو نه د ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد احتجاجي پرلت دوام لري او د احتجاج کوونکو سره حکومتي چارواکو خبرې شروع کړي دي.

د شمالي وزیرستان پولیس دا تازه هدفي وژنه تاييدوي او وایي دا پېښه تېر ماښام د میر علي تحصیل په حېدر خېل کلي کې شوې چې پکې 20 کلن تن مرسلین په ډزو وژل شوی دی.

د میرعلي تاڼې چارواکو وویل مقدمه یې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دي.

پوليس وايي مرسلین چې ويشتل کېدو ترور يې په دغه مهال موجوده وه او ډزو کوونکو ته يې منتونه کول خو هغو بيا هم ډزې وکړې دغه ځوان يې وويشتو چې په ځای يې ساه ورکړه او ترور يې هم ساه ورکړه.

د دې پېښې زمه واري چا په غاړه نه ده اخستې.

په علاقه کې د پي ټي ایم فعال عید رحمان وایي د ضرب عضب عملیاتو نه را پدیخوا د 500 نه زیات د علاقې کسان په دې بریدونو کې وژل شوي دي.

هغه وویل د دې ټولو وژنو د پېښو مقدمې د نامالومه کسانو پرضد درج شوي خو تراوسه په يوه پېښه کې څوک هم نه دی معلوم شوی.

وي او ای ډیوه ته هغه وویل دوی د سرکار نه یواځې د امن یوه غوښتنه کوي هغه نه منل کیږي.

د هدفي وژنو دا شمېرې په حکومتي کچه نه دي تايید شوي خو د جولایي په میاشت کې د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر شاهدي علي خبري غونډې ته ویلي وو سږ کال تر دې دمه 63 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې زیاتره دا پېښې په میرعلي سب ډویژن کې شوي دي.

د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر د خبري غونډې وروسته له هغې کړې وه چې په 19م جون حېدر خېل سیمه کې د یوت اف وزیرستان څلور تنکي ځوانان وقار داوړ، سنید داوړ، عماد داوړ او اسد داوړ او بیا په 14م عیدک سیمه کې د جمعیت علماء (ف) ګوند دوه ځایي مشران قاري سمیع ادین او مولانا نعمان په هدفي برید کې وژل شوي وو

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014م کې د وسله والو پرضد ضرب عضب نومي عملیات کړي او عملیاتو په پایله کې دا سیمې د وسله والو نه د پاکولو دعوې کړې خو د علاقې خلک وایي تر عملیاتو وروسته د علاقې وضیعت د تسلۍ وړ نه دي او هره ورځ پکې د ناامنۍ د نورو پېښو ترڅنګ په هدفي پېښو کې ځایي خلک وژل کیږي.

د پرله پسې هدفي وژنو پرضد د شمالي وزیرستان د خلکو احتجاجي پرلت نن په 63مه ورځ دوام لري چې پکې دوی د حکومت نه په علاقه کې په پشپړډول د امنیت د ټینګښت غوښته کوي.

د احتجاج کوونکو سره حکومت د سیاسي ګوندونو په منځګړیتوب خبرې روانې دي او هغوی وایي که خبرې ناکامه کیږي بیا به احتجاج نور غځوي.

بل لور ته په لکي مروت سیمې کې نامالومه کسانو د خوراک محکمې یو افسر او د هغه سرکاري ساتونکي نه تیره ورځ اسلحه او نغدې روپۍ وړي دي، او د دغه پیښې زمه داري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د لکي مروت پولیسو وي او اې سره د دغه پېښې د مقدمې کاپي يا اېف ايي ار شريک کړی چې پکې ویل شوي د لکي مروت بچکن احمدزۍ تاڼې په حدودو کې د خوراک د محکمې د ضلعې افسر ارشد رضوان په ګاډي ډزې شوي او بیا تر هغې وروسته له دوی نه نغدې روپۍ او سرکاري کلاشنکوف وړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG