د پاکستان یو عدالت هغې مسلمانې ښځې ته د عمر قید سزا اورولې ده چې ورباندې د اسلام د مقدس کتاب د پاڼو سوځولو تور ثابت شوی وو. له سزا سره مخ ښځې پر هغې لګېدلی تور رد کړی دی.
د پاکستان یو سرکاري وکیل یا څارنوال د مهذب اویس د جمعې په ورځ ویلي، د آسیه بي بي په نوم ښځه په 2021م کال کې هغه وخت نیول شوې وه چې خلکو پر هغې د قرآن د پاڼو د سپکاوي او سوځولو تور پورې کړی وو.
مهذب اویس وایي دغې ښځې ته دغه سزا د پنجاب د لاهور ښار د یوه عدالت قاضي د چارشنبې- شورو په ورځ اورولې ده.
د مارچ په 19مه هم د پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان ښار يو عدالت هغو دوو زده کوونکو جينکو ته د مرګ سزا او شل، شل لکه روپۍ جرمانه اورولې وه، چې خپله د مدرسې استاذه یې په 2022l کال کې د مذهب د سپکاوي په تور وژلې وه.
تر دې وړاندې د روانې مارچ میاشتې په پیل کې هم د پنجاب د ګوجرانواله ښار یو عدالت په دوو جلا مقدمو کې د اسلام د پیغمبر د سپکاوي په تور یو 22 طالبعلم ته د مرګ سزا او یو بل ځوان هلک ته د عمر قید سزا واوروله.
د پاکستان د مذهب د سپکاوي قانون له مخې څوک چې په دې هېواد کې د مذهب یا د مذهبي هستیو په سپکاوي مجرم و پېژندل شي هغه ته د مرګ سزا اورول کېدای شي.
خو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو خصوصاً په پنجاب صوبه کې د مذهب له سپکاوي سره مخ تن ته اکثر عدالتونو لا د قید یا مرګ سزا نه وي اورولې او یواځې پر هغه لګېدلی تور توندروه خلک د هغه خلاف را وپاروي.
سرکاري وکیل وایي تورنه ښځه آسیه بي بي د سزا خلاف عدالت ته د رحم د درخواست یا اپیل کولو حق لري، خو هغې د مقدمې په مهال پر ځان لګېدلی تور رد کړی دی.
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د آسیه بي بي په نوم عیسایي ښځې باندې په 2010م کال کې د مذهب د سپکاوي تور لګېدلی وو او هغې په دې تور اته کاله په زندان کې تېر کړل.
هغې ته د سزا غوښتنې لپاره د پاکستان مذهبي ګوندونو خصوصاً تحریک لبیک پرله پسې احتجاجونه وکړل، خو د پاکستان سپریم کورټ هغه په د 2018م کال په اکتوبر کې بې ګناه وبلله او د هغې د خوشي کولو امر یې وکړ.
له زندانه تر خوشي کېدو وروسته آسیه بي بي په 2019م کال له ملکه ووتله او په کېنېډا کې له دې کبله پناه واخیسته چې وایي په پاکستان کې یې د توندروه مذهبي ډلو له خوا ژوند ته خطر وو.
په پاکستان کې دننه او نړیوالې د بشري حقونو ډلې وایي په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون تل په ناسمه توګه د شخصي ګټو لپاره استعمال شوی او د مذهبي اقلیتونو په ضد ترې کار اخیستل شوی دی.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum