لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوه پښتنه مور: "که راپورته نه شوئ سبا به ستاسو لوڼه،میرمنې اؤ میندې هم زمونږ په شان ژاړي"


میرمن دراني وویل‘‘زمونږ پښتانه دهشت ګردۍ ډېر برباد کړل، که نور څوک پاڅي او که نه زما دې ټولو پښتنو ته دا خواست دی چې راپسئ، سبا به ستاسو لوڼه، ستاسو ميندي ستاسو ښځې او ستاسو خويندي هم زما پشان ناستي وي."
میرمن دراني وویل‘‘زمونږ پښتانه دهشت ګردۍ ډېر برباد کړل، که نور څوک پاڅي او که نه زما دې ټولو پښتنو ته دا خواست دی چې راپسئ، سبا به ستاسو لوڼه، ستاسو ميندي ستاسو ښځې او ستاسو خويندي هم زما پشان ناستي وي."

د پيښور په ارمې پبلک سکول د تحریک طالبان پاکستان په حمله کې د وژل شوؤ ځینو ماشومانو ميندو ټي ټي پي سره د حکومت د مذاکراتو غندنه کړې او ویلي يې دي چې پښتانه باید د امن دپاره يو موټی شي ګنې په سيمه کې د وژنو اؤ نامنۍ مخه نيول ګران دي.

د ميرمن فلک ناز دراني دوه اولادونه په ارمي پبلېک سګول کې وژل شوي دي، په ای پي اېس کې د وژل شوو نورو ماشومانو د ميندو په استازيتوب يې د نهې، سه شنبې، په ورځ په پېښور کې یوې غونډې ته خپله وینا په دومره جذباتي انداز وکړه چې د جرګې یو شمیر برخه والو هم ورسره وژړل.

میرمن دراني وویل‘‘زمونږ پښتانه دهشت ګردۍ ډېر برباد کړل، که نور څوک پاڅي او که نه زما دې ټولو پښتنو ته دا خواست دی چې راپسئ، سبا به ستاسو لوڼه، ستاسو ميندي ستاسو ښځې او ستاسو خويندي هم زما پشان ناستي وي."

د امن په موضوع د دغې غونډې انتظام عوامي نېشنل پارټۍ کړی و.

مېرمن دراني غونډې ته وویل "که تاسو نن قدم اوچت نکړو نو دا غمونه ستاسو د کور ميلمانه دي روزانه به داسي کيږې‘‘

په باچا خان مرکز کې شوې د پښتون قامي امن جرګه کې سياسي ګوندونه، مدني فعالان، قانون پوهان او کاروباري وګړي راټول شوي وؤ.

دوي د هيواد په پښتون ميشته سيمو کې د امنيت خراب وضيعت او په ځانګړي توګه په ورستيو کې د ناقانونه ګرځولي شوې وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره په روانو مذاکراتو بشپړه بحثونه کړي دي۔

د جرګې ورسته اعلاميه کې ويلي شوي چې هغه مذاکرات به په هيڅ صورت نه وي منظور د کوم دپاره چې منتخب پارليمان په باور کې نه وي اخستل شوی۔

د ارمي پبلک سکول پيښه کې د وژل شوي يو بل ماشوم اسفند خان مور شاهانه اجون خان وويل که اووه کاله وړاندي د اړونده ادارو نه زمونږ د بچو پوښتنه شوې وه نو د ناامنۍ نوري پيښې به نه رامخې ته کيدلې.

نوموړې د تحريک طالبان پاکستان سره په روانو مذاکراتو کلکي نيوکي وکړې او پوښتنه یې وکړه چې رياست نور دچا نه قرباني اخستل غواړي؟

په کال ۲۰۱۴م کې دپېښور دارمي پبلک سکول دترهګریزې پېښې پړه تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې وه چې تر۱۶۰ زیات دسکول ماشومان اؤ مامورین پکې په بې دردۍ سره وژل شوي وؤ.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت منلې ده چې په دې وروستیو کې یې دپاکستاني طالبانو دتحریک سره دسولې خبرې پیل کړي دي خو د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ ،دپاکستان دپارلیمان غړي اؤ دبشري حقونو فعالین ددې مذاکراتو غندنه کوي اؤ وایي چې پوځ پخپل سر دطالبانو سره دمذاکراتو هیڅ واک نه لري.

میرمن اجون پخپله وینا کې وویل‘‘د طالبانو سره چې د مذاکراتو کوم سين روان دی ړومبی عمران خان صېب چلولو ،اوس د هغې ورسته دوباره شورو کړی شوی مونږ ددې خبرې سخته غندنه کړې ده ،دوي چې دا پاليسې جوړوي نو نور د چا لاشونه غورځول غواړي؟ نور د چا نه قرباني اخستل کيږي ،نور د چا ميندي ژړول غواړي؟ نور څومره کورونه ورانوي ؟هيڅوک د پوښتنې کولو نشته بس هر څه وشي خلک ژړا ،انګولا وکړي، په اخره کې قيصه ختمه شي خاوري پري واچلول شي‘‘

ځايي اوسېدونکي وايي د تېرو څو مياشتو راهسې پخوانیو قبايلي سيمو او د ملاکنډ ډويژن سوات او دير په ځینو سيمو کې د امن وضيعت خراب شوی دی او د ترهګرۍ دپيښو رامنځته کیدو اؤ د وسلوالو طالبانو دبيا ښکاره کيدو ورسته ولس د ويرې سره مخامخ شوی دی.

دیادو سیمو خلکو په نزدې ورځو کې دناامنۍ اؤ دطالبانو دبیا راپورته کیدو پرضد احتجاجونه هم کړي دي.

په عین حال کې د خېبرپښتونخو کابینې هغه اوازې رد کړي او پروپېګنډا يې بللې چې ګنې په سوات کې طالبان بيا منظم کيږي.

دخیبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو مرستيال بېرسټر محمد علي سېف مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، په سيمه کې امن په مکمله توګه په قابو کې دی او حکومت به د ملک په خپلواکۍ او ولس په تحفظ هيڅ جوړ جاړی ونه کړي.

نوموړي ويلي د سوات په ګډون په ټول ملاکنډ ډويژن کې بشپړ امنيت په ځای دی او په تيرو ورځو کې چې په سوات کې کوم حالات جوړ شوي وؤ د هغې په مکمله توګه مخه نيول شوې ده.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG