لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د القاعده امریکې ترجمان د حملو غږ کړی

د امریکې ډیټروئیټ ښار د موټرو جوړولو د صنعت مرکز گڼزلی کیږي
د امریکې ډیټروئیټ ښار د موټرو جوړولو د صنعت مرکز گڼزلی کیږي

په امریکا کې ځگیدلې د القاعده یو ترجمان په امریکا او ارروپا کې اوسیدونکو مسلمانانو باندې په دغه هیوادونو کې د حملو کولو غږ کړی دی.

په ویب پاڼه باندې د خالي په ورځ لگول شوې بیان کې ادم گدان پیرس، لندن او د امریکې ډیټروئیټ ښارونو کې اوسیدونکو مسلمانانو ته وئیلې چې دغلته دې حملې ووکړي.

گدان د امریکې په کیلیفورنیا ریاست کې ځگیدلی دی او هم هلته يي اسلام قبول کړو. د کال ٢٠٠۴ راهسې هغه د امریکې تحقیقاتي ادارې ایف بي ائې ته مطلوب دی. ایف بې ائې د هغه په نیول کیدو کې د مدد د پاره د یو میلین ډالرو انعام اعلان کړی دی.

٣١ کلن امریکائې په مختلفو نومو یادیږي. د هغه په القاباتو کې یحیا مجاهد ادم او اعظم الامریکې شامل دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG