لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر:د وسله والو برید کې ژوبل شوي عسکر ساه ورکړې ده


دخراسان ډایري په نوم ویب پاڼې ویلي دا عسکر د خېبر ضلعې په لرې پرته سیمه تېره کې د وسله والو په یو برید کې سخت ژوبل شوی ؤ
دخراسان ډایري په نوم ویب پاڼې ویلي دا عسکر د خېبر ضلعې په لرې پرته سیمه تېره کې د وسله والو په یو برید کې سخت ژوبل شوی ؤ

پولیس وایي دافغانستان سره پیوست دخېبر پښتونخوا قبایلي سیمه کې د وسله والو په برید کې ژوبل شوي یو امنیتي عسکر د زیاتو زخمونو توان نه دی راوړی اؤ ساه یې ور کړې ده.

دخراسان ډایري په نوم ویب پاڼې ویلي دا عسکر د خېبر ضلعې په لرې پرته سیمه تېره کې د وسله والو په یو برید کې سخت ژوبل شوی ؤ.

د وژل شوي عسکر پېژندګلو د فضل حیات په نوم شوې ده اؤ خراسان ډایري د پولیس چارواکو له خولې دهغې مړینه تصدیق کړې ده.

په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې چې پکې ګڼ شمیر پوځیان اؤ پولیس وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

په دې بریدونو کې د زیاترو زمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ وسله واله ډله داعش خراسان پغاړه اخلي.

دوه ورځې وړاندې هم د پښتونخوا په سوات مینګوره سیمه کې وسله والو دوه پولیس عسکر په رڼا ورځ وژلي وؤ چې ددې پېښې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې وه.

په 27م مئ دخېبر ضلعې د تېراه په متهری علاقه کې وسله والو دایف سي ځواکونو یوه پوسته په راکټ لانچر ویشلې وه چې پکې دایف سي ځواک یو عسکر وژل شوی ؤ.

تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې دخېبر په دوجنګي سیمه کې هم وسله وال دایف سي ځواکونو په یو کاروان برید کړی ؤ چې پکې پینځه عسکر ژوبل وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG