لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې د يو مذهبي تنظيم چارواکی په ډزو وژل شوی


د وي او اې اردو د خبر ترمخه، سني علما کونسل احتجاجا د وژل شوي مشر د جسد اسلام اباد کې د ابپارې څخه د پارليمنټ پورې وړلو او هلته يې د جنازې ادا کولو اعلان کړی دی.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه، سني علما کونسل احتجاجا د وژل شوي مشر د جسد اسلام اباد کې د ابپارې څخه د پارليمنټ پورې وړلو او هلته يې د جنازې ادا کولو اعلان کړی دی.

د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د يو مذهبي تنظيم سني علما کونسل مرکزي مرستیال سيکتر مولانا مسعود الرحمان عثماني په ډزو وژل شوی دی. پوليسو ويلي د پېښې پلټنې یې پېل کړي دي.

د اسلام اباد پوليسو پرون ناوخته په اېکس، پخواني ټویټر، د پېښې په حواله ويلي،

"د کهنه تاڼې په علاقه غوري ټاون کې په يو ګاډي ډزې شوي، په ډزو کې يو تن وژل شوی، د وژل شوي تن پېژندګلو د مولانا مسعود الرحمان په نوم شوې ده، پولیس موقعې ته رسېدلي، د سي سي ټي وي کېمرو د لارې ملزمان معلوموي، زر به ملزمان ونيول شي او د قانون منګولو ته به راوستل شي".

په سمدستي توګه د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه، سني علما کونسل ویلي، نامالومه موټر سايکل سواره کسان راغلي او مولانا مسعود الرحمان عثمانی یې په هدف کړی دی.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، سني علما کونسل احتجاجا د وژل شوي مشر د جسد اسلام اباد کې د ابپارې څخه د پارليمنټ پورې وړلو او هلته يې د جنازې ادا کولو اعلان کړی دی.

د اسلام اباد پوليسو اول ويلي، د ابپارې چوک او سرينګر هايي وی اول د ټرېفک دپاره بند کړی شوی خووروسته یې بيا ویلي، ابپاره چوک او سرينګر هايي وی ازاد کړی شوي دي.

پاکستان کې وخت په وخت په مذهبي او فرقه ييزه بنيادونو د تشدد او وژنو پېښې کيږي.

په ملک کې په اتمه فرورۍ انتخابات اعلان شوي او له دغې وړاندې د تشدد پېښې هم شوي دي.

په درېمه جنورۍ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې باجوړ کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند د نامزد امېدوار په ګاډي چاودنه شوې خو هغه پکې بچ شوی وو.

هم په دغه ورځ نن سهار په شمالي وزيرستان کې د ملي جمهوري غورځنګ ګوند د مشر محسن داوړ په ګاډي ډزې شوي او محسن داوړ هم له دغه بریده روغ وتلی وو.

باجوړ کې له دې وړاندې هم د جمعيت علمااسلام ف ګوند غړي په نخښه شوي او د د روان کال جولايۍ په وروستيو کې په باجوړ کې د جمعيت علمااسلام ف ګوند په يوه غونډه ځانمرګی بريد شوی، د 60 نه زیات کسان پکې وژل شوي وو.

باجوړ کې د جمعیت علما اسلام ف ګوند په غړو د زياترو بريدونو او ځانمرګي بريد زمه واري هم داعش منلې وه.

په 31مه جولايۍ جمعیت علمااسلام ف ګوند ويلي وو، ډېره اسماعیل خان کې د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په کاروان ډزې شوې، خو مولانا فضل الرحمان په کاروان کې موجود نه وو او په کاروان کې شامل ګاډي باندې ډزې لګېدلې وې.

په پينځمه جنورۍ د پاکستان سېنیټ کې، په اتمه فرورۍ ملک کې د کېدونکو عامو انتخاباتو د ملتوي کولو قرارداد منظور کړل شوی غوښتنه شوې چې په ملک کې امنیت ښه نه دی ځکه نو راتلونکي انتخابات دې ملتوي کړل شي.

د سینیټ لخوا منظور شوي دغه قرارداد ته خپل غبرګون کې د پاکستان د انتخاباتو کمیشن ویلي چې پاکستان کې به ټولټاکنې پخپل وخت [اتمه فرورۍ] کیږي او د سېنیټ قرارداد به د ټاکنو په نېټه هیڅ اغېز ونه کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG